د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۷

“ د برېښنا بیلونه به د اتصالاتو ټلیفونونو له لارې تحویلیږي”


د برېښنا شرکت خپلو مشریانو ته د موبایل یا ګرځند تلیفونونو له لارې د بیلونو د تحویلولو اسانتیا داسي وخت برابروي، چې د کابل ښار ډیری اوسېدونکې ددې شرکت د وروستیو بیلونو د ناسم حساب څخه شکایت کوي.

د کابل ښار دغو اوسېدونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې د برېښنا د بیل ورکولو د تیرو دورو پر خلاف یې په وروستۍ دوره کې تر خپل مصرف څو ځله لوړ بیلونه تحویل کړي.

دوی له برېښنا شرکته غواړي، چې د دغه ډول ستونزو مخنیوی په جدي ډول وکړي.

“زما ستونزه دا ده، چې ماته په دې دوره کې ۵۷ زره افغانۍ بیل راغلی دی، چې اصلي مصرف مې 4500 افغانۍ دی، دلته چې راځو دوی راته وايي، چې ستا په ستونزه پوهیږو، خو نه یې شو اصلاح کولای.

دوی د دې سیسټم په سمه توګه د عملي کولو توان نه لري.

زما مصرف یې راباندې ډیر کړی، پخوا مې په دوو میاشتو کې ۶ یا ۷ سوه افغانۍ تحویل ورکوی، دا یوه اونۍ کیږي راځم څوک مې غږ نه اوري.”

د برېښنا شرکت چارواکې هم دغه ستونزه مني او په خبره یې چې په ځینو سیمو کې دغه ستونزه میټر لوستونکو جوړه کړې.

دوی وايي، چې کېدای شي د دوی میټر لوستونکو د کورونو میټرونه نه وي لیدلي او له ځانه یې بیلوونو ته حساب ور اچولي وي.

دې شرکت د بیلونو د اسانه تحویل او شفافیت لپاره د چهار شنبې په ورځ د اتصالات مخابراتي شرکت سره یو پنځه کلن تړون هم لاسلیک کړ.

د برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالرازق صمدي وايي، چې دغه تړون په ازمایښتي ډول د اوس لپاره یوازي په کابل کې عملي کیږي او وروسته به کندهار، هرات، بلخ او نورو ولایتونو ته هم ورسیږي.

“دا تړون د اتصالات سره د خلکو د اسانتیا لپاره لاسلیک شو، نور به خلک بیل ته انتظار نه وي، چې پیغام ورشي له دې لاري په بانک کې پیسې تحویل کولای شي.

وروسته به خلک وکولای شي، چې دوی له خپلو کورونو څخه هم بیلونه تحویل کړي.”

خو له دې سره په ۲۱ مه پیړۍ کې لا هم د افغانستان ډیر ولایتونه او خپله د مرکز ځني سیمې منظمه برېښنا نه لري او ځینو ولایتونو ته هم د ګاونډیو هیوادونو څخه برېښنا راوستل شوې ده.

د راپورونو له مخې افغان حکومت د تیرو لسو کلونو د نړۍ د میلیارډونو ډالرو مرستې سره سره لا هم نه دي توانېدلی، چې د افغانستان خپله تولیدي برېښنا جوړه کړي او پر لنډ مهالو هڅو یې تکیه کړې ده.

د چارو پوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې د هیواد برېښنا دې په اساسي ډول جوړه کړي، چې اوږدمهالي ګټې یې افغانستان ته پاته شي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG