د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

له کوره تښتېدونکې ښځې دې تر عدلي تعقیب لاندې رانه شي


د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان مشر کېنټ روټ
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان مشر کېنټ روټ
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان له افغان حکومت نه غواړي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون په جدي توګه عملي کړي. ددې سازمان له خوا په یو خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې افغانې ښځې لا هم له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

په دغه رپوټ کې، چې د چهارشنبې په ورځ ددې سازمان له خوا خپور شو راغلي چې دا مهال شاوخوا څلور سوه ښځې له کور د تیښتې او ځینو نورو اخلاقي جرمونو په تور زنداني دي.

د بشر د حقوقو د څار د نړیوال سازمان په دې رپورټ کې یوه اندیښنه دا ښودل شوې، چې په افغانستان کې ډیر کله له ښځو سره د تاوتریخوالي د عاملینو پر ځای په خپله ښځو ته سزا ورکول کیږي.

په دغه رپوټ کې چې زه باید تښتیدلې وای تر نامه لاندې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خپور شو راغلي؛ چې د افغانستان په محکمو کې له ښځو سره جنسیتي توپیر ښکار کیږي.

د دې سازمان مشر د رپوټ د خپرولو پر مهال وویل، سره له دې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون په دوه زره نهم کال کې جوړ شو خو تر اوسه په سمه توګه نه دی پلي شوی.

د ښاغلي کینټ په وینا د دې قانون نه عملي کیدل دوه مهم لاملونه لري.

″د دې قانون د نه پلې کیدو یو لامل د یو شمېر څارنوالانو او پولیسو له خوا د دې قانون سم او په جدي توګه نه تعقیبول دي. بل دا چې هغه کس، چې زور زیاتی ورسره شوی باید د خپلې دوسیې د تعقیب لپاره لویې څارنوالۍ ته ورشي.

موږ له افغان حکومت نه غواړو څو له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون ته ژمن واوسي، څو له هغو خلکو سره چې زور زیاتۍ کوي، د قانون له مخې چلند وشي نه له هغو سره، چې تاوتریخوالی ورسره شوی.″

د بشر د حقونو د څارنې سازمان مشر په داسې کې د افغانو ښځو د حقونو د خوندیتوب په هکله خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې له ښځو سره تاوتریخوالۍ ډیر شوی دی.

داسې ویل کیږي، چې ډير کله ښځې له همدې ستونزو نه د خلاصون په موخه له کور نه تښتي.

سره له دې چې د افغانستان د قوانینو له مخې له کور نه تیښته جرم نه ګڼل کیږي، خو د بشر د حقونو د چارواکو په وینا په دې جرم سلګونه ښځې په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي.

د بشر د حقونو د څارنې سازمان مشر له ولسمشر حامد کرزي نه غواړي څو عدلي او قضایي ارګانونو ته امر وکړي؛ چې نور دا ډول ښځې تر عدلي تعقیب لاندې و نه نیسي.

″موږ له ښاغلي کرزي نه غواړو چې دغه مساله واضح کړي، چې له کور نه تیښته کوم جرم نه دی.

هغه ښځې چې له کور نه تښتي باید تر عدلي تعقیب لاندې رانشي او هغه ښځې چې له دې کبله زنداني شوي باید آزادې شي.

نو که چیرې ښاغلی کرزی په رښتیا سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن دی نو باید څارنوالانو ته هدایت وکړي څو نور هغه ښځې چې له کورونو تښتي ونه نیسي.″

ښاغلی کینت همدا راز وایي چې باید د دولت له مخالفو وسله والو سره د سولې په خاطر د خلکو په خاصه توګه ښځو حقونه تر پښو لاندې نشي.

تیر کال ډير شمیر افغان میرمنې د تاوتریخوالي ښکار شوې، چې ښه بیلګه یې نوې ناوې سحرګله وه، چې په بغلان کې د خپلې خسر کورنی له خوا شپږ میاشتې په یوې تهکوي کې اچول شوې وه، خواښې او اندرور یې نوکان ورباندې ایستلي وو، ويښته یې ورباندې شکولي او وهلې یې هم وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم پدې وروستیو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو تر نامه لاندې یو رپوټ خپور کړ.

پدې رپوټ کې په تیرو لسو کلونو کې د افغانو میرمنو د لاسته راوړنو تر څنګ د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي ډیریدل، فقر، نا امنۍ او له خپلو حقونو نه د دوی بې خبرې د دوی مهمې ستوزنې بلل شوې دي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG