د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

"افغانستان له هر هېواد سره د هر ډول اړیکو د ټینګولو حق لري"


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیس
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیس
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي که څه هم د احمدي نژاد په څرګندونو مستقیم انتقاد ونه کړ، خو ویې ویل، چې افغانستان د یو خپلواکه هیواد په توګه له هر بل هیواد سره هر ډول اړیکې ټینګولې شي.

یان کوبیش د چهار شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ایران د ولسمشر یوه اساسي اندیښنه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د یو شمیر بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په اړه وه.

ټاکل شوې، چې دا سرتیري د افغانستان او بیلابیلو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو له لاسلیک وروسته په افغانستان کې پاتې شي، خو د ښاغلي کوبیش په وینا په دې اړه پریکړه کول د افغان حکومت حق دی.

″هغه څه، چې ده زیاته یادوله له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د یوشمېر بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام مساله وه. زه یو ځلې بیا دا مساله د مشورې لپاره افغان حکومت ته راجع کوم، ځکه افغانستان یو خپلواکه هیواد دې او لومړې دا په دې هیواد اړه لري، چې له چا سره څه ډول اړیکې او تړون غواړي. ″

احمدي نژاد په خپله وینا کې امریکا او ناټو د افغانستان د موجوده ستونزو لپاره ګرم وبلل او ویې ویل، هر څومره ژر، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي د ترهګرۍ او نشه یي توکو د کار وبار ستونزه به هم هواره شي.

که څه هم د احمدي نژاد دې څرګندونو په افغانستان کې دننه په بیلابیلو کچو تند غبرګونونه راوپارول او د هیواد په کورنیو چارو کې بربنډه لاس وهنه وبلل شوه، خو افغان مشران لا هم پرې غلې دي.

دا لومړې ځل نه دی، چې ایراني مشران د افغانستان په اړه له جوړیدونکو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو نه ناوړه ګټه پورته کوي، بلکې تر دې مخکې د اسټامبول او د بن په ناستو کې هم دا کار څو څو وارې تکرار شوی.

خو ښاغلي کوبیش د تاجکستان غونډه مهمه وبلله او ویېویل، چې په دې غونډه کې د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ملاتړ په برخه کې مهمې خبرې شوي.

″د سیمې د څلورو هیوادونو مشرانو په خپله کې ولیدل او دا د دې څرګندویي کوي، چې د سمیې هیوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات او پراختیا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کوي. ما هم په دې غونډه کې د ګډون کوونکو مشرانو سره دوه اړخیزې ناستې درلودلې.″

د تاجکستان دا سیمه ییزه ناسته د یکشنبې په ورځ د دوو ورځو لپاره پرانستل شوې وه، چې اساسي موضوع یې له افغانستان سره د سیمې د هیوادونو اقتصادي همکاري پیاوړې کول وو.

د ملګرو ملتونو د ځآنګړي استازي د خوشبینۍ برخلاف اکثره افغانان دا ډول غونډو ته ځکه هیله مند نه دي، چې له یوې خوا په دې غونډو کې کیدونکې پریکړې نه عملي کیږي او له بل لوري د ایران په څیر د سیمې هیوادونه ترې د ځان په ګټه کار اخلي.


راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG