د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

عربي ټولنه په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه غونډه کوي


د عربي ټولنې يا عرب ليګ مشران نن په بغداد کې راټولېږي، چې پر هغو بدلونونو خبرې وکړي، چې په تېر يو کال کې په سيمه کې د عربي پسرلي له پيلېدو سره شوي دي.


دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی، چې په بغداد کې داسې يوه غونډه جوړېږي.

د لندن په چهتم هاوس تحقيقاتي مرکز کې د منځني ختيځ او شمالي افريقا د چارو کارپوه جين کينن مانت وايي:

″دا غونډه له تېرو هغو سره توپير لري، ځکه چې په دې کې به داسې مشران ګډون وکړي، چې په ليبيا، مصر او تونس کې د خلکو له لوري غوره شوي او تر ډېره د داسې حکومتونو استازي دي؛ چې په هغو کې اسلامي غورځنګونه نفوذ لري، لږترلږه په مصر او تونس کې دا ډلې په اخوان المسلمين پوري اړوندې دي.

د دغو مشرانو په عمرونو کې هم لوي تفاوت شته، په ځينو هيوادونو کې يې ځوان مشران راپورته شوي، حال دا چې په نورو هيوادونو لکه سعودي عربستان کې پخواني نسل نمايندګي کوي.″

ويل کېږي، چې په نننۍ سرمشريزه کې به، چې درې ورځې دوام کوي، د سوريې پر روانو حالاتو او هم په دې باب چې ايا د بشاراسد د رژيم پرضد اقدام وشي کنه، خبرې وشي.

جين کنين وايي، د بغداد په غونډه کې د سوريې په اړه اختلافات بايد داسې ونه انګېرل شي، چې ګواکې دا مساله فرقوي اړخ لري.

د کنين مانت په وينا د سوريې پر سر د عربي هيوادونو ترمنځ درز ډېر دي خو هغه ته د شيعه او سني اختلاف نه شو ويلي.

عربستان او قطر، چې دواړه سنيان دي، د بشار اسد د رژيم کلک منتقدان دي.

د مېرمن مانت په وينا دا امکان هم شته چې سوريه د خپلو هدفونو لپاره مسالې ته مذهبي يا فرقوي رنګ ورکړي.
XS
SM
MD
LG