د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۴

"ناټو د خلکو نظر ته غوږ نیول پیل کړل"


ټایمز:

د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې په یو راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې دېره نړېوالو ځواکونو ځینو کسانو ته دنده سپارلې څو دوي ته د خلکو د غوښتنو په اړه خبر ورکړي.

ټایمز لیکي، چې په افغانستان کې له لس کاله جګړې وروسته د ناټو په مشرۍ ماموریت بالاخره د خلکو نظر ته غوږ نیول پیل کړل.

راپور زیاتوي، په دې مقصد ناټو د خبر رسوونکو له هغې شبکې څخه کار اخلي، چې خبرې، ګنګوسې او د ښار او کوڅو اوازې به دوي ته رسوي.

دوي به جوماتونو، پوهنتونونو او د ګڼو خلکو ټولنو ته ځي او غوږ به نیسي چې عام افغانان څه فکر کوي.

له دې محرم معلوماتو څخه چې خبر یې ټایمز ورځپاڼې ترلاسه کړی، د مثال په توګه په بګرام اډه کې د قرانکریم د سوځولو یا د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وژنې په څېر په افغانستان کې بېلابېلو بحرانونو ته د حل لارې د موندلو لپاره کار اخیستل کېږي.

د خلکو په نظریاتو کې چې له کلیو او بانډو څخه راټولېږي، د ټایمز په وینا د افغانستان د راتلونکي په اړه له نظریاتو نیولې تر نویو وسلو پورې د طالبانو د فعالیتونو په اړه په زړه پورې خبرې شته.

په دې ډله کې د ورځپاڼې په وینا خیالي داستانونه هم شته. مثلا ویل شوي، وسله والو ته داسې نوي مقناطیسي ماینونه رسېدلي دي چې د سړک پرغاړه ایښودل کېږي او هغه مهال چې د افغان ځواکونو موټر پر لاره تېرېږي نو دوي پرې نښلي یا مثلاً دا چې طالبانو داسې نوي جمپرونه ترلاسه کړي دي چې یو ډول خاص مواد په کې ځای پرځای کېږي.

دا مواد په تلاشۍ کې نه کشفېري او کولای شي خپل هدف په ۲۴ ساعتونو کې ووژني.

د ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې راټول شوي معلومات په کابل کې پوځي افسرانو او په عین وخت کې د امریکا د بهرنیوچارو او دفاع وزارتونو چارواکو ته استول کېږي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکلي چې د امریکا پوځ به خپل هېڅ سرتېری د نوامبر میاشتې په حمله کې چې پاکستاني پوځیان په کې ووژل شول د لاس لرلو په خاطر تورن نه کړي.
ورځپاڼه زیاتوي چې د امریکايي چارواکو دا پرېکړه ښايي د پاکستان غوسه راوپاروي، په تېره په داسې یوه وخت کې چې دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره هڅه کوي.

دې حملې چې ۲۴ پاکستاني پوځیان پکې ووژل شول، د واشنګټن او اسلام آباد اړیکو ته سخت زیان واړاوه او حتی د نیویارک ټایمز په وینا په افغانستان کې د ناټو ماموریت یې تر ډېره نورهم پېچلی کړ.

نیویارک ټایمز د دې پېښې په اړه د امریکايي لوري د تېرې ډسمبر میاشتې څېړنو ته اشاره کوي، لیکي، د دې څېړنو نتایجو امریکايي او پاکستاني پوځیان دواړه په نښته ګرم بللي دي. ورځپاڼه د څېړنو په حواله زیاتوي، امریکايي پوځیانو پاکستاني پوځ ته خبرداري ورکړی و، چې سرتېري یې پر ائتلافي ځواکونو ډزې کوي خو دوی ډزو ته دوام ورکړی و.
XS
SM
MD
LG