د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د پنجوايي د وژل شويو کورنيو ته خونبها ورکړل شوې


افغان چارواکي وايي چې د کندهارولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د وژل شویو ملکي وګړو کورنیو ته خونبها ورکړل شوې ده.

افغان چارواکي وايي چې د کندهارولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د اولسو وژل شویو او نورو زیانمنو کسانو کورنیو ته لسګونه زره ډالره تاوان ورکړل شوی دی.

چارواکي وايي، په هغه غونډه کې چې د کندهار د والي په دفتر کې جوړه شوې وه هرې کورنۍ ته د وژل شوي غړي د خونبها په توګه د پنځوس زره او زخمیانو ته د سړي پرسر د یوولس زره امریکايي ډالرو معادل افغانۍ ورکړل شوې دي.

یوه امریکايي مقام چې د موضوع د حساسیت په خاطر یې د خپل نوم له ښودلو ډډه وکړه دا راپور تایید کړ خو د پیسو اندازه یې ونه ښوده، خو د آیسف او امریکايي ځواکونو سرچینو دا راپورونه نه رد او نه تایید کړل، ویې ویل چې د امریکا پوځ اکثراً د پېښو قربانیانو ته د رسېدلو زیانونو تاوان ورکوي، خو دا خبره پټه ساتي.

په همدې حال کې د پنجوايي د ملکي وګړو په وژنو د تورن سرتېري رابرټ بېلز په اړه د امریکايي چارواکو له قوله په نویو راپورونو کې ویل شوي چې نوموړي دا وژنې په دوو پړاوونو کې کړې دي، په دې معنا چې یوشمېر یې په یوځل وژلي، بیا خپلې اډې ته ستون شوی او د نورو د وژنې لپاره بیا وتلی دی.

یوه امریکايي مقام چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط یې له رویټرز خبري آژانس سره خبرې کولې، د دې پېښې په برخه کې د تحقیقاتو د نتایجو نور جزییات څرګند نکړل خو آژانس لیکي، د دې مسئلې افشا ښيي چې د تورن قاتل په لاسونو دې وژنې زیات وخت نیولی.

۳۸ کلن رابرت بېلز چې درې ځلې عراق او وروستی ځل افغانستان ته د جګړې لپاره استول شوی د جمعې په ورځ محکمې ته حاضر شو. د نوموړي په اتهام پاڼه کې د اتو لویانو او نهو ماشومانو د وژنې اوولس او د دوو لویانو او څلورو ماشومانو د وژلو لپاره د هڅې شپږ موارد شامل دي. پر بېلز تور دی چې د شپې له تیارې څخه په کار اخیستو سره له خپلې اډې وتلی او په لږترلږه دوو کلیو، زنګاوټ او الکوزو کې یې، پر ملکي وګړو د هغوی په کورونو کې حمله کړې.

د امریکايي چارواکو په څېړنو کې تراوسه دا نه ده روښانه شوې چې بېلز لومړی کوم کلي ته تللی خو د پېښې په اړه د څېړنې لپاره کندهار ته د ولسي جرګې د استول شوي پلاوي په راپور کې مسئله له بنسټه بل ډول ښودل شوې. د پلاوي غړو ویلي چې حمله د یوه کس له خوا نه، بلکې د امریکايي ځواکونو د یوې ډلې له خوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې شوې ده.

د امریکا د پوځي عدلي قوانینو له مخې عمدي قتل ستر جرم دی، نو ځکه که چېرته د پنجوايي په وژنو تورن بریدګی رابرټ بېلز مجرم وپېژندل شي ښايي سزا یې اعدام وي.
XS
SM
MD
LG