د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

افغان کرکټ ټیم د ایرلنډ له ټیم سره پايلوبه پيل کړه


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د نړیوالو شل اوریزو لوبو ته د لار موندلو لپاره په روانو سیالیو کې نن خپله وروستۍ او یا فاینل له ایرلند سره کوي. افغانستان په روانو سیالیو کې، چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي اته لوبې کړي، چې په پرله پسې ډول یې ګټلي دي.

دا دوهم ځل دی، چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د کرکټ نړیوالو شل اوریزه لوبو ته د لار موندلو په خاطر پای لوبې ته رسیږي.

افغان د دې سیالیو له پیل نه ښه ځلیدلي او په خپلو مینه والو کې یې د دې سیالیو د پای لوبې د ګټلو هیلې زیاتې کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د پراختیایي چارو مسوول ډاکټر نور محمد مراد آزادۍ راډیو ته په خبرو کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم په اوسني جوړښت خوښي څرګنده کړه.

″د افغانستان نوموړی یا دا اوسنی جوړښت له ځوانو لوبغاړو څخه جوړ شوی دی، خصوصاً هغه لوبغاړي چې په افغانستان کې روزل شوي دي، نو په جوړښت یې موږ ډېر راضي یو.

یو خو هغه مادي ګټه ده، چې دوی دا ټورنمنټ اخري پړاو ته لار پیدا کړه، بل یې هغه معنوي ګټه ده، چې هغه زموږ د داخلي کرکټ په نتیجه کې منځته راغلې تر څو موږ وکولای شو دنیاوالو ته دا ورښکاره کړو، چې زموږ داخلي کرکټ جوړښت د کرکټ دومره پرمختللی دی چې هغه کولای شي، چې نړیوال سطحه باندې لوبغاړي وروزي نه یواځې ویې روزي بلکې هغه ډېر ښه وځلي.″

د افغانستان او ایرلنډ د ټیمونو ترمنځ دا پایلې لوبه د افغانستان په وخت په شپږنیمې بجې د دوبۍ په نړیوال کرکټ سټډیوم کې کیږي.

د کرکټ بورډ نور چارواکي په دې سیالیو کې د هیواد د ملي ټیم پرله پسې بریاو ته په اشارې هیله څرګندوي، چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وکولای شي، پای لوبه وګټي.

د افغانستان واړه زاړه او ماشومان هم دعاوې کوي، چې لوبډله یی د دوهم ځل لپاره هم د اتلولۍ دا جام خپل کړي.

″۱- زما نوم محمد عمران دی او زه ډېره هیله لرم، ډېره توقع لرم، چې انشالله د افغانستان ټیم به کامیابیږي.

۲- نوم مې عایشه ده، ما بیخي ډېره هیله دا ده، چې دوی یې وګټي په دې خاطر چې دا زموږ ملي ټیم دی.

۳- زما نوم احمد جاوید دی زه ډېر هیله لرم، چې افغانستان به انشاء الله نن له ایرلنډه میچ وګټي او موږ سرفراز کړي.″

د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې په دې سیالیو کې د نیوګینې، هالند، ډنمارک، نیپال، کاناډا، هانک کانګ، برمودا او نامیبیا ټیمونو په ماتولو سره په شل اوریزه نړیوال جام کې د لوبیدو د حق ترلاسه کولو تر څنګ پایلوبې ته هم لار پرانیسته.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG