نن د بلجيم په مرکز بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې ښايي د سوريې، ايران او بيلروس د رژيمونو په وړاندې نوي بنديزونه ولګول شي.
ډيپلوماتان وايي د سوريې د ولسمشر بشارالاسد مېرمن اسما به په هغه ليست کې شامله شي، چې د سوريې د ١٢ نورو کسانو نومونه په کې دي او ښايي د دوى پر سفرونو بنديز ولګېږي، او د اروپايي ټولنې په ٢٧ هېوادونو کې يې شتمنۍ کنګل شي.
اروپايي ټولنې د سوريې د رژيم ضد مظاهرو په وړاندې د ځپونکو اقداماتو له کبله پر شا و خوا ١٥٠ کسانو او کمپنيو بنديزونه لګولي دي.
په همدې حال کې د هالنډ د بهرنيو چارو وزير اوري روسينتال په بروکسل کې خبريالانو ته وويل، تمه ده د سوريې په وړاندې سخت بنديزونه ولګول شي:
”د هالنډ حکومت يوځل بيا د سوريې په وړاندې د سختو بنديزونو له لګولو سره سخت لېوال دى. هيله ده دا فرصت ولرو د ولسمشر بشاراسد د مېرمنې او د کورنۍ د غړو پر سفرونو به بنديزونه پراخ شي”
ډيپلوماتان وايي د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران به ښايي د ١٨ تنو نورو ايرانيانو نومونه د ناوړه استفادې له کبله په هغه ليست کې شامل کړي چې له وړاندې د ٦١ کسانو نومونه په کې دي. دوى هم اروپايي هېوادونو ته سفر نه شي کولاى او په دغو هېوادونو کې يې شتمنۍ کنګل کېږي. اروپايي ټولنې ويلي ښايي ٢٩ کمپنۍ او ١٢ کسان په هغه تور ليست کې شامل کړي چې مخکې له مخکې د ٢٣٠ بيلروسيانو نومونه په کې دي. د ولسمشر السکاندر لوکاشينکا د رژيم له لوري د مخالفانو د ځپلو له کبله د دغو کسانو نومونه په دغه ليست کې شامل شوي دي.