د روسیې د پارلمان د مشرانو جرګې یا د فدراسیون شورا د نړېوالو اړیکو د کمیټې مشر میخاییل مارګېلوف Mikhail Margelov وايي، چې په سوریه کې روان کړکېچ باید پای ته ورسېږي او ولسمشر بشار اسد باید په دې برخه کې لومړی ګام پورته کړي.
مارګېلوف چې په عین حال کې، د افریقا لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازی هم دی د امنیت شورا د مشر څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د سوریې لپاره د ملګروملتونو د خاص استازي کوفي عنان د سولې د پلان ملاتړ یې کړی.
مارګېلوف وویل، د امنیت شورا پرېکړه لیک که څه هم اجراییوي صلاحیت نلري خو ده زیاته کړه، د سوریې چارواکي باید دا په یاد ولري چې د امنیت شورا پرېکړه لیک د رایو په اتفاق تصویب شو.
مارګېلوف وویل چې ولسمشر بشاراسد د لومړني اقدام په توګه باید له لویو ښارونو څخه پوځي ځواک وباسي او هغو سیمو ته چې جګړو ځپلې دي، بشري مرستې ورسوي.