یوشمېر بزګر چې د چهار شنبې په ورځ د بزګر د ملي ورځې د نمانځلو لپاره د کابل ښار بادام باغ ته راغلي وو، شکایت یې کاوه، چې له دوی سره پروخت مرستې نه کیږي.
دې مراسمو ته د هېواد له مختلفو ولایتونو په لسګونو بزګر او تولیدوونکي راغلي او په څه باندې دری سوه غرفو کې یې، د خپلو کروندو او باغونو محصولات نندارې ته ايښي وو.
دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دولت څخه د لامرستو هیله درلوده:
″۱- زموږ د کرنې سیسټم اوس هم هماغه پخوانی سیسټم دی، په ځینو مرکزي سیمو کې خلک د قلبې پرځای تراکټور کاروي خو تراکتور د سړک د نه شتون له امله لیرې سېمو ته نه شي تللی.
۲- زما نوم کریم اله دی، د اوبو سیسټمونه نشته، که دولت ذخیرې جوړې کړي بزګر به یې په خپله ځمکو ته واړوي، بل د وسایلو نشتوالی دی، بل د بذري تخمونو بې کیفیتي ده. اوبله دا چې ډیر پروژې په مرکزي سیمو کې پلې کیږي او د ولسوالیو لیرې سیمې شاړې پرتې دي.″
د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي په همدې ورځ د کابل ښار په بادام باغ کې د کرنې د پراختیا لپاره څلور عمده پروګرامونه تشریح او د مالیې له وزارت سره یې د ۳۷ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت درې تړونونه لاسلیک کړل.
ښاغلي رحیمي د ترتیب شویو پروګرامونو په هکله وویل:
″د بذري تخمونو د وېشلو لپاره د دولت په بودجه کې ډېرې پیسې ځانګړې شوي، په روان کال کې به د اوبو د ذخیرو او لګولو پروژې پیل شي.
د شل میلونو ډالروبه ارزښت به د باغداري پروګرامونه په ټول هېواد کی پلې شي. د مالدارۍ، مرغدارۍ او داسې نورې په لسګونو پروژې به په روان کال کې پیل شي.″
سربیره پردې د کرنې وزیر له وجهي صندق سره د پنځه نوي میلیونو افغانیو یوبل تړون هم لاسلیک کړ، چې پنځه شپیته میلیونه به یې د بامیانو او دېرش میلیونه به یې د هلمند او لغمان په ولایتونو کې، د کوپراتیفونو په جوړولو او بزګرو سره په مرستو او پورونو ولګول شي.
خلک وایي په هېواد کې په لکونو هکتاره داسې پراخې دښتې شته، چې که د خړوبولو سیسټم یې جوړ شي، ترډیره ځایه به له بهر څخه د غلې دانې واردات کم کړي.
راپور: خان محمد سیند