د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

له افغان دولت سره د سولې خبرو د طالبانو ترمنځ اختلافات زېږولي


طالبانو له څه مودې راهیسې له امریکایي او افغان چارواکو سره د سولې خبرې پیل کړي او دې مسالې د طالبانو په مشرانو کې اختلاف رامنځ ته کړی او یو د پل پر ضد شوي دي. تېره اونۍ د طالبانو د کوټې شوری پوځې کمیټې د ملا احد آغا او یوه بل قوماندان د نیولو د نیولو امر صادر کړ او هغوی یې ونیول.

د طالبانو د کوټې شوری تېره اوونۍ د افغانستان زابل ولایت کې د طالب وسله والو د جګ پوړی قوماندان ملا احد آغا او په غزني ولایت کې د طالبانو د بل مهم قوماندان ملا غلام حسن چې د طالبانو په رژیم کې د استخباراتو د وزارت مرستیال و، د نیولو امر صادر کړ.

د دې کسانو جرم دا دی، چې د افغانستان د سولې د عالي شوری له استازو سره یې له اجازې پرته تماس نیولی دی. د طالبانو مشرتابه د سولې د عالي شوری پر وړاندې خپل مخالفت تل په ډاګه کړی دی.

د طالبانو مشرتابه دغه راز ویلي، له جمهور رییس حامد کرزي او د هغه له حکومت سره خبرې نه کوی او دا ځکه چې افغان حکومت د امریکا د متحده ایالاتو ملاتړی یا د دوی په وینا، لاس پوڅي دی.

تېره اوونۍ د طالبانو استازو په قطر کې له امریکایي چارواکو سره خبرې بندې کړې او داسې استدلال یې کاوه، چې امریکایانو غلطې آوازې خپرې کړي، چې ګوندې طالبانو د افغان حکومت له استازو سره هم خبرې پیل کړي دي.

ډيلي بېسټ ورځپاڼه لیکي، حقیقت دا دی، چې یو شمېر طالب مشرانو د جمهور رییس حامد کرزي له استازو سره خبرې کړي دي.

تېره میاشت په کندهار کې د سولې د عالي شوری استازو په کوټې کې له احد آغا، ملا غلام حسن او نور مهمو طالب مشرانو سره وکتل او د نورو رسمې خبرو لپاره یې لار هواره کړه.

د طالبانو د کوټې شوری له دغې کتنې وروسته ملا احد آغا او ملا غلام حسن ونیول، خو نورو قوماندانو ځانونه پټ کړل او له نیولو بچ شول.

کله چې د طالبانو له دغو قوماندانو او مشرانو سره د سولې د عالي شوری د خبرو مساله خبرې رسنیو را برسېره کړه، د طالبانو ویاند دا مساله رد کړه او ویې ویل، دا ډول کتنه او خبرې نه دي شوي. خو د طالبانو منابعو ډيلې بییسټ ورځپاڼې ته ویلي، چې د سولې د عالي شوری او د طالب مشرانو ترمنځ خبرې او کتنې شوې دي.

له بلې خوا د ډيلې بیسټ ورځپاڼې په مقالې کې دا هم لیکل شوي، چې د پاکستان په دیني مدرسو کې زیات شمېر طالبان نه غواړي په افغانستان کې د جګړو جبهو ته لاړ شي.

د یوې مهمې دیني مدرسې مشر ورځپاڼې ته ویلي، طالب زده کوونکي ممکن افغانستان ته د تلو لپاره د دوی اوامر ونه منې او ممکن د زده کوونکو په سلو کې پنځوس یې دې کار ته زړه ښه کړی.

ملا احد آغا او ملا غلام حسن له زیاتو سترونزو سره مخامخ شوي دي. طالب مشرانو پر دوی باندې دا تور هم لګولی، چې د افغانستان له حکومت سره په خبرو برسېره یې له جمهور رییس کرزي او ناټو څخه پیسې هم اخیستې دي.

د طالبانو په رژيم کې یوه وزیر ډیلې بییست ورځپاڼې ته ویلي، دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو په مشرتابه کې دا ډول بیلتون او په یوې واحدې قوماندې کې اختلاف رامنځ ته کیږي. دې مسالې د طالبانو د مشرتابه په داخل کې د بې باورۍ او بې اتفاقۍ اندیښنې رامنځ ته کړي دي.
XS
SM
MD
LG