د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د امنیتي مسولیتونو د لېږد په اړه د حامد کرزي له پلان سره موافق یو


د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن
د ناټو عمومي منشي وایي، دا تړون د نړیوالو ځواکونو له خوا افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د سپارلو په اړه د ولسمشر کرزي له پلان سره اختلاف نه لري.

ولسشمر کرزي تیره اونۍ په یوې اعلامیې کې له دواړو لورو غوښتي و چې له ټاکلې نیټې یوکال مخکې یانې په ۲۰۱۳ کې دې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال د پروسې د بشپړولو لپاره په ګډه کار وکړي.

خو د ناټو عمومي منشي اندیرس فوګ راسموسن له ″ډي. پي. اې″ اژانس سره په مرکه کې ټینګار وکړ، چې هغه څه چې ولسشمر کرزی یې غوښتنه کړې، د ناټو له اوسنیو پلانونو سره په بشپړه توګه سمون لري.

راسموسن وویل، کرزي دوه مختلف مسایل مطرح کړي، د ۲۰۱۳ کال ترنیمایي یا ترپایه یې باید افغان امنیتي ځواکونه مخکښ رول په غاړه واخلي او د ۲۰۱۴ کال ترپایه به د هیواد د امنیتي چارو بشپړ مسوولیت ورسپارل کیږي.

د ناټو عمومي منشي وویل، موږ به د ولسمشر کرزي له پلان سره سم عمل وکړو، د وروستیو ولایتونو یا سیمو امنیتي چارې به د ۲۰۱۳ کال په ترڅ کې افغانانو ته وسپارو، خو په دې کال کې د چارو بشپړ مسوولیت به د افغانانو په غاړه نه وي.

هغه وویل، داچې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال کې به کومه پروسه بشپړیږي ښایي په دې برخه کې تصویر واضح نه وي.

راسموسن زیاته کړه، دا چې د امنیتي مسولیتونو د لیږدولو لپاره ۲۰۱۳ کال اعلان شوی علت یې دا دی، چې یوکال وروسته ۲۰۱۴ کال بشپړ مسوولیت دوی ته سپارل کیږي، پخوانیو تجربو ته په پام سره د مسوولیتونو د انتقال د پروسې د بشپړیدو لپاره دولسو نه تراتلسو میاشتو وخت ته اړتیا ده او د دې لپاره چې موږ وکولای شو په ۲۰۱۴ کال کې بشپړ مسولیت افغانانو ته وسپارو نو باید د وروستیو ولایتونو یا سیمو مسوولیت په ۲۰۱۳ کال کې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارو.

د ناټو عمومي منشی تایید کړه، چې په افغانستان کې وروستیو پیښو لکه د یوه امریکایي عسکر له خوا د ۱۶ ملکې افغانانو وژنې او د قرانکریم د سوزولو پرسر خو نړیو مظاهرو د بې باوری فضا رامنځ ته کړې ده.

خو د ده په وینا دغسې پیښې د افغانستان او ناټو په اړیکو کې ځای نه لري.

راسموسن د فرانسې د لیموند ورځپاڼې د هغه وروستي راپور په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه، چې ویلي یې وو، نړیواله ټولنه څلور میلیارډ او سل میلیونو ایرو ته اړتیا لري، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لګښتونه تامین کړي، د دغو پیسو دوه میلیارډ او درې سوه میلیون ډالره به امریکا ورکوي.

هغه یواځې دومره وویل، چې اوس به له وخته مخکې وي، چې د دغو لګښتونو په اړه خبرې وشي.

د ناټو عمومي منشي په دی ټینګار وکړ، چې له افغانستانه په تدریجي ډول د ځواکونو د ایستلو او افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د سپارولو په اړه د دې تړون ستراتیژي موثره ده.

هغه وویل، له سیاسي پلوه به داښه وي، چې د افغانستان د امنیتي چارو مسوولیت یوه افغاني بڼه غوره کړي او له اقتصادي پلوه هم د نړیوالو ځواکونو په نسبت د افغان امنیتي ځواکونو لګښتونه کم دي.
XS
SM
MD
LG