د افغانستان د نامتو لیکوال، مورخ او ژورنالیست علامه ″محمود طرزي″ په کور کې شل ماشومان وزېږېدل چې لس یې ژوندي پاتې شول. په دې کې پنځه زامن او پنځه لوڼې وې. د ده دریمه لور ثریا نومېده.
ثریا چې شل کلنه شوه، نو د افغانستان د ځوان پاچا امیرامان الله خان مېرمن او د هېواد ملکه شوه. افغانان متل کوي، چې نارینه غرونه او ښځې اړمونه دي او مشهوره وینا هم ده، چې د هربریالي نارینه شاته یوه ښځه ولاړه وي.
ځوانه ملکه په 1920م کال کې چې غازي امان الله خان د مرییتوب د لغوې او له نارینه سره د ښځې د انډول حقونو اعلان وکړ، د هېواد د اولی الامر ترڅنګ ودرېده.
د ملکې په هڅونه په 1921 کال کې په کابل کې د ″مستورات″ په نوم د نجونو لومړنۍ لېسه پرانیستل شوه او د ماشومانو لپاره تعلیم تر پنځم ټولګي پورې جبري شو. دا هغه مهال و، چې د نړۍ په ډېرو هېوادو کې جبري تعلیم یا نه و او یا یوازې تر دریم ټولګي پورې و.
د پرمختګ په لنډه دوره پسې، ډېرژر د مصیبت کلونه راورسېدل او امیر امان الله خان د کورنیو او بهرنیو فشارونو په پایله کې د وطن پرېښودو ته اړ شو.
په 1929 کال کې امیر او ملکې د هند په مومبی ښار کې د تبعید ژوند تېراوه چې په کور کې یې یوه لور وزېږېده.
همدا نجلې درې اتیا کلنه هندیه ده.
هندیه د آزادۍ راډیو د 1390 کال شخصیت ده.
هندیه له څه باندې دریو لسیزو راهیسې له بېوزلو افغان ماشومانو او مېرمنو سره د مرستې پروژې لري. غازي امان الله خان ولې خپلې لور ته هندیه نوم غوره کړ؟
د آزادۍ راډیو د کال سږني شخصیت ته د تېر ژوند خاطرې وریادېږي، وایي، چې دا نوم د هند د نیمې وچې د خپلواکۍ غوښتونکي نهضت مشرانو د دې لپاره خوښ کړ:
″هغه مهال چې مور او پلار مې له افغانستانه وتو ته مجبور شول، د څه مودې لپاره په بمبی ښار کې اوسېدل، کله مې چې هلته زوکړه وکړه، څو هغو کسانو چې غوښتل یې هندوستان ازاد کړي او استقلال ترلاسه کړي، زما پلار ته راغلل او ترې ویې غوښتل چې د دغې نجلۍ نوم هندیه وټاکی، څو تل مو هندوستان په یاد وي، نو پر ما یې ″هندیه″ نوم کېښود. هسې خو ورونه او خویندې مې سم نومونه لري، لکه (امنه، عادله، ملیحه، ناجیه، رحمت الله، احسان الله) خو زه سم نوم نه لرم.″
او د دې لپاره چې هندیه له افغانیته لیرې نه شي نو غازي امان الله خان ″د افغانستان″ تخلص یا کورنی نوم ورته غوره کړ. ″هندیه د افغانستان″ د شلو ورځو وه، چې امیر له خپلې کورنۍ سره یوځای د مهاجرت بل پړاو پیل کړ. داځل سفر د ایټالیا پر لور و:
″د شلو ورځو وم، چې له خپل مور او پلار سره مې په کښتۍ کې تر مرسۍ پورې سفر وکړ. معلوم نه و، چې کومې خوا ته لاړ شو، ایران ته تګ نه کېده، ځکه د پلار مې نه خوښېدل چې ایران ته لاړ شي. مصر ته هم تګ نه کېده، ځکه په مصر کې ډېر زیات انګرېزان وو او پلار جان مې نه غوښتل چېرې چې انګرېزان وي هلته لاړ شي. د ایټالیا د پاچا او ملکې له خوا یو ټلیګرام راورسید، په هغه کې لیکل شوي وو، چې که ایټالیا ته راځی، هرکله راشی. موږ هلته لاړو او هملته ستره شوم. ″
پوښتنه: د مرحوم غازي امان د خبرو اترو او خاطرو په اړه راته ووایی:
″له ماشومتوبه یې موږ ته ډېر څه زده کړل، اول د افغانستان تاریخ، هغه هیلې یې چې افغانستان او د افغانانو لپاره درلودې. موږ به یې کښېنولو او موږ ته به یې د یو ښوونکي په توګه درس راکاوه، لکه: لکه د قران پاک زده کړه، د اسلام تاریخ.
خو هغه څه چې یې موږ ته ویل، له یوې خوا به یې په ډېرې خوښې راته ویل او له بلې خوا به یې په ډېر خواشینۍ خو ونه شو، ځکه هغه هیلې یې چې د افغانستان او افغانانو لپاره دلودې هغه ونه شول. فکر یې کاوه، چې افغانان د ده پلویان دي.″
هندیه اوس په ایټالیا کې اوسي. دا که څه هم زېږېدلې په مومبی کې او لویه شوې په روم کې ده؛ خو له افغانستان سره مینه چې له پلاره ورته میراث پاتې ده، دومره د دې په وینه کې اخښلې، چې خپل ټول ژوند یې له افغانستان او افغانانو سره مرستې ته وقف کړی:
″کلونه کیږي، کله چې له خوبه پاڅېږم یوازې د افغانانو په اړه فکر کوم. داسې ونه انګېرۍ چې له د خپل ځان لوړه وایم یا ځان ښوونه کوم، په رښتیا هم همداسې ده. محبوره یم چې د کور کار وکړم، ځکه نوکر نه لرم، موټر نه لرم، کور نه لرم او هېڅ هم نه لرم. خو له سهاره چې پاڅېږم په کار کولو پیل کوم، ځکه پلار مې همداسې راته ویلي وو.
غازي امان الله خان به تل موږ ته ویل، چې په یاد ولرﺉ، چې د پاچا اولاد باید د خلکو خدمت وکړي.″
هندیه خوشاله ده، چې د افغانستان له کونډو ښځو او یتیمو ماشومانو سره له بهره مرستې کېږي، خو دا غواړي، له هغو بېوزلو خلکو سره مرسته وکړي، چې بله هېڅ اسره نه لري:
″زه له هغو خلکو سره مرسته کوم، چې هېڅ څوک ورته پاملرنه نه کوي، لکه: د جوزامي په ناروغۍ اخته خلک. جوزامي په افغانستان کې ډېر زیات دی، خو څوک ترې خبر نه دي، زه له دغو خلکو سره مرسته کوم، خو په مستقیم ډول ورسته مرسته کوم، زه د بل چا په لاس خلکو سره مرسته نه کوم، په خپل لاس ورسره مرسته کوم.″
د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته هندیه په کال کې دوه ځلې له هغو مرستو سره افغانستان ته تللې؛ چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه یې راټولوي. خو له افغانانو سره د دې د مرستو سابقه له دېرشو کلونو اوړي. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته ″هندیې″ په جګړه کې د ټپي شویو ماشومانو مرستې ته ورودانګل:
″له روسانو سره په جنګ کې هغه افغان ماشومان چې ټپیان شوي وو، اروپا ته به راوستل شول. د ۱۴ کلونو په شاوخوا کې ۶۰ ماشومان مې په خپل کور وساتل، زما په کور کې میز او څوکۍ نه وې، یواځې کټونه وو او دغه ماشومان د ۱۴ کلونو لپاره له ما سره وو، دا مې د ژوند تر ټولو ښه وخت و، په ډېرې خوښۍ او اسانۍ سره مې دا وکړای شو، ځکه لږ څه ځوانه وم، خو اوس نه شم کوالی چې دا کار وکړم.″
د آزادۍ راډیو د ۱۳۹۰ کال شخصیت ″هندیه د افغانستان″، چې دا دی د ژوند درې اتیا کلن سفر یې بشپړ کړی، د ویاړلي ماضي د یادونې ترڅنګ پر راتلونکې بشپړ ډاډ لري. دا د هغو پروژو په اړه خیالونه لري، چې دې بشپړ نشوای کړای:
″د کابل سیند باید اوبه ولري، په دوو دلیلونو یو خو دا چې دا سیند دی باید له اوبو ډک وي، بله دا چې، که د کابل په سیند کې اوبه وای، نو دا به له کثافاتو نه ډکېده او دومره ناروغۍ به نه خپرېدې. دا ډېر اسانه کار دی، د کابل او پنجشیر سیند ترمنځ چې ډېرې زیاتو اوبه لري، یوازې ۸۰ کیلومتره واټن دی.
داسې ښکاري، لکه چې د کابل او پنجشیر سیندونو تر منځ بدي وي، ځکه د پنجشیر اوبه د کابل د سیند له خوا تېریږي او بیا بل سیند ته بهیږي، او بیا دا د افغانستان ښایسته اوبه پاکستان ته ځي، پاکستان یې په بوتلونو کې ځایو او بیا یې بر موږ خرڅوي. تاسو فکر وکړﺉ، زموږ خپلې اوبه!!!!
هیله لرم چې دا کار باید وشي.″
هندیه په ایټالیا کې یوازې اوسېږي او هغه هم د دې لپاره چې غواړي، په افغانستان کې د بېوزلو خلکو لپاره بسپنه راغونډه کړي. دا پرته له دې، چې له چا د کوم څه یا شهرت تمه ولري، په سړه سینه کار کوي، هغه کار، چې دا یې اوس خپله دنده بولي:
″دا کار چې زه کوم، داسې فکر کوم دا زما دنده ده، په ډېره اسانۍ، خوښۍ او پرته له کومې ستونزې یې کوم، فکر کوم چې باید موږ دا کار وکړو او په رښتیا یې هم باید وکړم، ځکه له کوچنیوالي یې زما ورونو ته سرداران او ما ته یې شهزادګۍ هندیه ویل، ولې یې موږ ته د سردار او شهزادګۍ خطاب کاوه باید دا کار وکړو، دا زموږ عادت نه دی، ډډه ووهو.″
د افغانستان په معاصر تاریخ کې د امیرامان الله خان د سلطنت دورې ته د عدالت او پرمختګ د دورې او ده ته د ملي وحدت د یوه سمبول په سترګه کتل کېږي. د آزادۍ راډیو د ۱۳۹۰ کال د شخصیت په وینا کې هغه مضمون واورئ چې افغانانو ته ګران امیر به کولې:
″غازي امان الله خان به تل ویل، چې د یو قوم نه یم، بلکې په ټولو قومونو پورې تړلی یم. زموږ د خلکو ترمنځ باید همدا خبره ترټولو زیاته تکرار شي. د خدای لپاره باید ونه ویل شي، چې زه پنجشیری یم، زه پښتون یم، هزاره او یا هم ترکمن یم.
دا خبرې بلکل نه وې. کلونه کلونه نه وې. موږ ټول ورونه او خوېندې یو، باید یوځای واوسو. دا د افغانستان کمزوي څرګندوي، چې خپل ځان ټوټې کوو او وېشو. دا د بهرنیانو په ګټه دی، دوی له خدایه همدا غواړي. دا افغانستان سره زموږ لوی خیانت دی، چې ځان په ډلو او ګاونډیانو تپو. افغانستان زموږ دی. موږ ټول د دې وطن اوسېدونکي یو. د خدای لپاره د افغانستان خلک باید سره راټول شي او سره یو شي.″
د آزادۍ راډیو د ۱۳۹۰ کاله له شخصیت ″هنديه دِ افغانستان″ سره مې د دې د خیریه کارونو، تېر ژوند او نورو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې کړې دي. دا مفصله مرکه به ډېرژر له آزادۍ راډیو واورئ.