د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

"د مامورینو د تنخواو د ورکولو سیسټم د ولسوالیو تر کچې پراخوو"


د افغانستان د مالیي وزارت غواړي، چې د بانکونو له لارې د دولتي مامورینو د تنخواو د ورکړې قراردادونه هغو بانکونو ته ورکړي، چې د دوي شرایط پوره کړای شي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، چې دوي هڅه کوي د بانکونو له لارې د دولتي کارکوونکو د تنخواو د ورکړې سیسټم د ولسوالیو تر کچې پراخ کړي، څو د تنخواو د ویش سیسټم لا شفاف شي.

د مالیي وزارت د خزانې رئیس اقا محمد د دوشنبې په ورځ رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې دا قراردادونه به له هغو بانکونو سره کیږي، چې د ولسوالیو په کچه بانکي خدمات برابرولې شي:

"د اوس لپاره موږ یو بل قرارداد لرو، چې په دې کې په خوښۍ سره شپږو بانکونو برخه اخیستې ده او دا قرارداد تر کار لاندې دې.

انشاء اله د دې قرارداد په منظوریدو سره به، چې له خصوصي بانکونو سره کیږي موږ کولای شو، چې د ولسوالیو په کچه هم د تنخواو د ویش سیسټم پراخ کړو."


په افغانستان کې دولتي مامورینو ته د بانکونو له لارې د تنخواو د ورکړې سیسټم د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۴ لمریز کال کې فعاله کړای شو او د مالیی وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د دولت څلور نیم لکه کارکوونکي له دې لارې تنخواوې اخلي.

د اوس لپاره دا دا خدمات یوازې د څلورو خصوصي بانکونو لخوا برابریږي، چې پکې نوې کابل بانک، عزیزي بانک، میوند بانک او باختر بانکونه شامل دي.

د مالیی وزارت د خزانې رئیس وویل، چې دوه نورو بانکونو، چې افغان یونایټیډ بانک او حبیب بانک شامل دي، هم خپل وړاندیزونه دوی ته سپارلې دي او هیله ده، چې ددوی شرایط پوره کړای شي.

یو شمیر دولتي مامورینو هم د مالیی وزارت په دې اقدام خوښي څرګندې او ویلي، چې له دې سره به دوي خپلې تنخواوې په منظم ډول ترلاسه کړي.

خو لا هم ټولو دولتي ادارو دا سیسټم ندې خپل کړې او اوس هم یو زیات شمیر دولتي مامورین په دودیزه بڼه کې له خپلو متمیدینو څخه تنخواوې اخلي.

که څه هم دا سیسټم له ډیر پخوا نه مروج دې، خو اوس اکثره کتونکي ددې سیسټم په بدلولو ټینګار کوي او وایی، چې دولتي کارکوونکو ته باید پدې برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

دا، چې د مالیی وزارت به په څومره وخت کې دا سیسټم په بشپړه توګه او په ټول هیواد کې پلې کړای شي دا ځواب به راتلونکې وخت ووایی.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG