د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

نوروزي، اختری او براتي د افغانانو ځانګړی رسم


نوروزي، اختری او براتي د افغانانو هغه ځانګړي رسم او رواجونه دي چې د دغو خاصو ورځو په رانږدې کیدو سره یې د هلک کورنی خپلې کوژده شوې ناوې ته د درناوې لپاره ور وړي.

دادې سږ کال هم د نورو کلونو په شان د نوي کال په رارسیدو سره یو شمېر افغانان د خپلو کوژده شوېو ناوې ګانو د کورونو په لور د خاصو سوغاتونو او ډالیو سره چې هغه ته نوروزي وایي روان دي.

زه هم د دې لپاره چې وپوهیږم خلک د خپلې ناوې کورته په نوروز کې څه شیان وړي بازار ته ولاړم او هلته د کابل ښار له یو تن اوسیدونکي چې د تره زوی ناوې ته یې نوروزي اخیسته داسې راته وویل:

"زما د تره زوی کوژده کړې او زموږ اقتصاد هم برابر دی او موږ هم تر خپلې وسې یعنې هغه څه مو چې په وس کې وو واخیستل، یوه جوړه مو جامې، وچه او تازه میوه، کبان او ځلوبۍ او هر هغه څه چې رواج دي لږ لږ مو واخیستل."

په نوي کال کې خلک خپلې ناوې ته جامې، سره زر، کبان، ځلوبۍ او داسې نور شیان اخلي، چې بیا یی په ښاسته او پوښل شویو مجمو کې د سندرو په ویلو سره د خپلې ناوې کورته وړي.

د کابل ښار یوه اوسیدونکې چې څلور ورځې مخکې له نوي کال نه یې د خسر کور نوروزي ورته راوړې وايي چې کله یې د خسر کورنې نوروزي ورته راوړه نو دا له خوشالی نه په جامو کې نه ځاییده:

"زما نوم مینه ده او ما کوژده کړې او ماته یې پرون نوروزي راوړه او ما ډیر د خوښی احساس وکړ چې له ما سره مې د خسر کورنی دومره مینه لري چې په وخت سره یې ماته نوروزي راوړه، زما په نظر باید هره نجلې د خپل کوژدن کورنی اقتصاد ته وګوري او بیا وروسته له هغه نه خپله غوښته وکړي، نو زه هم د خپل کوژدن کورنۍ ته ګورم او څه چې راته راوړي نه زه ترې راضي یم.

ماته یې کالي، سره زر،کبان، ځلبي، کیک او کلچې او وچه میوه راوړه بیا نو هغه پتنوسونه چې هغوی پکې شیان راوړي مونږ هم رنګارنګ شیان پخوو او بیرته یې پکې ورته لیږو
."

د نوي کال په رانږدې کیدو سره هره کورنی هڅه کوي څو ژر تر ژره خپلې ناوې ته د ډالۍ د وړاندې کولو او د یو شمیر عامو خلکو په وینا د خپل زوی او ناوې د هوس او ارمان د پوره کولو لپاره نوروزي وروړي.

بیا هم د کابل ښار یوه اوسیدونکې ددې رسم په هکله وایي، چې دا د افغانانو یو دود دی او ددې زوی هم کوژده کړې خو دا دومره وسه او توان نه لري چې د هغې کوژدنې ته څه وروړي:

"زما میړه ناروغ ده او کله مې چې زوی کار کاوه نو بیا به مې نږور ته یو څه وروړل، یوه پیغله لور مې ده ژاړې چې ماته دې ولې کالي وانخیستل نو زه ورته وایم چې له کومه شي زه خپل ځان ته حیرانه یم، هو چې ویې نسم نو خلک خبرې کوي چې نجلې ته یې په ټیټه سترګه وکتل، دا نو یو لس ورځې مخکې هر هغه څوګ چې ډیر هوس او ارمان لري نو دایره وهي او یوې کوټې ته ننوځي یو شل کسان له ځان سره بیایي او ساعتیري کوي."

خو بل خوا بیا دغه افغانان چې غواړي د خپلې ناوې کورته نوروزي وروړي د کابل ښار له دکاندارانو شکایت کوي چې د نوروز په رانږدې کیدو سره د هر شي په خاصه توګه کبانو او ځلوبۍ بیی یو په دوه جګوي.

خو د کابل ښار یو شمیر دکانداران بیا وایي چې دوی ته هم له پاکستان نه کبان په لوړه بیه راځي نو ځکه یې دوی هم په لوړه بیه خرڅوي:

"زما نوم اسماعیل ده، د نوي کال په رانږدې کیدو سره په خاصه توګه کله چې یو څلور پنځه ورځې نوي کال ته پاتې وي هر کال زمونږ فروشات ډیریږي، او بیې هم له مخکې نه شل یا دیرش روپۍ لوړیږي، مونږ ته هم له پاکستان نه په لوړه بیه راځي."

د نوروزي د وړلو دود نه یواځې اوس بلکې په افغاني ټولنه کې له کلونو کلونو راهیسې رواج دی چې د هلک کورنی د جلې کورته د یو لړ خاصو مراسمو په تر سره کولو سره وروړي.

خو پدې وروستیو کې بیا نه یواځې د جلې کورته بلکې یو شمیر کورنی د هلک کورته هم نوروزي ورلیږل کیږي، یعنې په هماغه مجمو کې چې جلې ته نوروزي راوړلې شي نو بیرته یې هلک ته ډک ورلیږي.
XS
SM
MD
LG