د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

"نوی کال مو مبارک"


د لمریز کال لومړې ورځ یا نوروز پر افغانستان سربیره د ایران او تاجکستان په څیر د سیمې په ځینو نورو هېوادونو کې هم ښه په شور او زوګ سره لمانځل کیږي، کورنۍ او خپلوان ډلې ډلې پارکونو او تفریح ځایونوته ورځي، نوي کالي اغوندي او ځانګړي خوندور خواړه تیاروي.

په افغانستان کې هم نوروز څه ناڅه په هره سیمه او ولایت کې په دودیزه توګه نمانځل کیږي، خو ښه چانس د هغو کسانو وي چې ځانونه یې مزارشریف ته رسولي او په نوروز کې د سخي صاحب د جنډې د پورته کیدو په مراسمو کې برخه اخلي.

دا اونۍ مو د حافظ علي او دیواني علي سندریزې هنري جوړې سندره درته غوره کړې چې د نوي کال په اړه يي په خپلو خوږو او غبرګو اوازو ویلې، چې وايي:"نوی کال مو مبارک-سالی نویت مبارک"دې سندرې ډیر مینه وال پیداکړي او هم دې هنري جوړې د خلکو په زړو کې ځای نیولی.

نوی کال مو مبارک-سال يي نویت مبارک
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:13 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG