د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د نوروز میلې ته تیاریانۍ


په نوروز کې د سخي صاحب د جنډې پورته کیدل او د ګل سرخ دودیزه میله هر کال د افغانستان له لرو پرتو سیمو او ولایتونو څخه هم زرګونه تنه دې ته لیواله کوي چې مزارشریف ته ولاړ شي.

په مزارشریف کې د سخي صاحب جنډه هر کال د نوي کال په لومړۍ ورځ پورته کیږي، دې ځانګړو مراسموته نه یوازې د بلخ ولایت له ولسوالیو او څنګ لوریو ولایتونو څخه خلک ورځي بلکې د خوست، کندهار، پکتیکا، هلمند، فراه، نیمروز او داسې نورو لرو ولایتونونه هم زرګونه تنه مزار شریف ته ورځي.

د سخي صاحب د جنډې د پورته کیدو په مراسمو کې برخه اخیستونکي چې ډیر شمېر یې ځوانان جوړوي او له خپلو نورو ملګرو سره په ډله ایزه توګه مزار شریف ته ورځي ډیرې پیسې لګوي او ستونزې ګالي، خو وایي چې دا ستونزې او لګښتونه د هغه خوند پر وړاندې هیڅ هم نه دي چې دوي یې د نوروز په مراسمو کې په مزارشریف کې اخلي.

په مزارشریف کې د سخي صاحب د جنډې د پورته کیدو په دودیزو مراسمو کې پر زرګونو عامو وګړو سربیره د افغانستان یو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم برخه اخلي، دغه راز یو شمېر بهرني میلمانه او د بېلابېلو هېوادونو ډپلوماتان هم د نوروز په ورځ د سخي صاحب د جنډې د اوچتولو مراسمو ته ورځي.

په نوروز کې په مزارشریف کې ډیره ګڼه ګوڼه وي، هوټلونه، مسافرخانې او میلمستونونه ډک وي، د سیمه ایزو خلکو په کورونو کې هم د خپلوانو میلې جوړې وي ان په ښوونځيو او نورو عامه المنفعه ځایونو او تاسیساتو کې هم خلکو ته د اوسیدو موقت ځایونه جوړیږي.

په نوروز کې په مزارشریف او ان د لیلي دښتې په څیر د بلخ ولایت په ځینو نورو سیمو او ولسوالیو کې د ډیرو خلکو د ورتګ له امله د سیمې د دکاندارانو او نورو کارو باریانو ګټه وټه هم ښه جوړه وي، د موادو بیې هم یوڅه اوچتې شي او هغه د چاه خبره هر یو په دې هڅه کې وي چې سیلانیان او میله خوښوونکي خپلې پیسې بیرته له ځانه سره یو نسي.

د لمریز کال اوله ورځ یا نوروز پر افغانستان سربیره د ایران او تاجکستان په څیر د سیمې په ځینو نورو هېوادونوکې هم ښه په شور او زوګ سره لمانځل کیږي، کورنۍ او خپلوان ډلې ډلې پارکونو او تفریح ځایونوته ورځي، نوي کالي اغوندي او ځانګړي خوندور خواړه تیاروي.

په افغانستان کې هم نوروزڅه ناڅه په هره سیمه او ولایت کې په دودیزه توګه نمانځل کیږي خو ښه چانس د هغوکسانو وي چې ځانونه یې مزارشریف ته رسولي او په نوروزکې د سخي صاحب د جنډې د پورته کیدوپه مراسموکې برخه اخلي.
XS
SM
MD
LG