د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د سولې خبرې ولې وځنډېدې؟


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د ځنډ په لاملونو او په دې اړه په څرګند شویو غبرګونونو بحثونه کړي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د طالبانو د وروستۍ اعلامیې په اړه، چې په کې د سولې د خبرو د ځنډ اعلان شوی د سپینې ماڼۍ غبرګون راخستی.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې، چې طالبانو له افغان دولت سره مخامخ خبرې رد کړي، سپینه ماڼۍ بیا وایي، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې طالبانو د خبرو د ځنډولو لپاره یو بل دلیل دا وړاندې کړی، چې امریکا د سولې د خبرو لپاره څرګند دریځ نه لري او خپل شرطونه بدلوي.

خو ورځپاڼه لیکي، چې سپینې ماڼۍ د طالبانو دا ادعا هم رد کړې او ویلي، چې د دوی په شرایطو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ورځپاڼې لیکلي، سپینه ماڼۍ وایي، چې د دوی اساسي شرایط دا دي، چې طالبان له جګړې لاس واخلي، له القاعده سره اړیکې وشلوي او نړیوال ترورزم وغندي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا په دې مسالې بحث کړی، که له طالبانو سره د جوړ جاړي امکانات له منځه ځي، نو له نورو لارو بریا څومره ممکنه ده؟

ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د خبرو ځنډیدل په حقیقت کې ناټو او افغان دولت د دوی په وړاندې جګړې او د بري لپاره ژمنتیا ته رابولي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا په مشرۍ د درې څلویښتو هېوادونو د ایتلاف لپاره پر طالبانو جمع پاکستان برې هیڅ کله نا شونې نه ښکاري، خو ورځپاڼه لیکي، چې د جګړې په اړه واقعتونو ته وکتل شي، نو د دوی د ګونډو کیدو شونتیا هم له امکانه لرې نه ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې په دې نا برابره جګړه کې تکتیکي تیروتنو او ناغیړیو طالبانو ته د مقاومت زمینه برابره کړې او هیڅ کله هم داسې نه دي شوي، چې ناټو دې له خپلو برتریو کار اخستی وي.

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل په امکاناتو بحث کړی او لیکلي، چې طالبان تیار دي، که غوښتنې یې ومنل شي، خبرې له سره پیل کړي.

ورځپاڼې د دې ډلې د یو ویاند ذبیح اله مجاهد په حواله لیکلي، چې که امریکا د زندانیانو د تبادلې او په قطر کې د سیاسي دفتر د پرانستلو لپاره، چې د دوی دوه اساسي شرطونه دي مثبت ځواب ورکړي، نو ممکن دا خبرې له سره پیل شي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان پر وړاندې د امریکا په سیاست کې د یو بشپړ او ژور بدلون غوښتنه کړې.

ورځپاڼې لیکلي، که امریکا په افغانستان کې خپل حضور ته په داسې حال کې دوام ورکړي، چې هره ورځ یی د بې ګناه خلکو په وینو لاسونه سره وي، له طالبانو سره د تفاهم بهیر شنډ او ناکام شي او له افغان مشرانو سره یې اختلافات دوام وکړي، نو پایله به یې ماتې وي.

خو هیواد دولتي ورځپاڼې وسله والو مخالفینو ته سپارښتنه کړې، چې نور دې په دې بې وسه ولس زړه وخوږوي او له جګړې دې لاس په سر شي.

ورځپاڼه لیکي، چې افغانان له ډېرو کلونو راهیسې د سولې په هیله ژوند کوي او اوس یې وخت دې، چې د دوی دغو هیلو ته مثبت ځواب ورکړای شي.

ورځپاڼې وسله وال مخالفین هڅولي، چې ځانونه د هیواد د دښمنانو له غیږې بهر کړي او پرې نږدي، چې د دوی د اهدافو لپاره افغانان قرباني شي.
XS
SM
MD
LG