د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

په کندهار کې د یو امریکايي له خوا د ډله ییزې وژنې انګېزه څه وه؟


امریکايی عسکر
امریکايی عسکر
د مارچ په ۱۱ مه د کندهار ولایت په پنجوایی ولسوالۍ کې د یوه امریکایي عسکر له خوا د ۱۶ ملیکانو د وژنې د علتونو په اړه څېړنې روانې دي او په دې اړه هم تحقیقات کوې چې آیا دغه عسکر د ملکی افغانانو د وژنې پر مهال نشه و او که نورعوامل یې سبب شویدي.

د امریکا پوځ په افغانستان کې په خپلو عسکرو شراب بند کړي، خو دا د دې معنی نه لري چې عسکر او پوځیان به نشه یي مواد ترلاسه نه کړای شي. عسکر په خپلو بکسونو او بستو کې حتما یو بوتل دوه تېرولای شي.

د پنجوایي د پیښې په اړه امریکایي څيړونکو ویلي، امریکایی عسکر د ملیکانو له وژنې مخکې یعني له پوځي اډې څخه له وتلو مخکې شراب چښلې وو. د امریکا د پوځ یوه جګ پوړي چارواکي د جمعې په ورځ وویل، دا نه ده معلومه، چې شرابو د دغه عسکر په عمل څومره اغیز کړی و او په دې اړه تحقیقات دوام لري.

د جګړې د نورو جبهو په څېر د امریکا پوځ د لومړې نمبر امر پر اساس په افغانستان او عراق کې عسکر له نشه یي موادو یا شرابو څخه منعه کړي؛ خو عسکر حتی په هغو هیوادو کې چې سخت اسلامي قوانین په کې جاري دي، هم نشه یي موادو ته لاس رسی لري.

امریکايي عسکر چې د جګړو په جبهو کې تر سخت روحي فشار لاندې دي کله نا کله خپل غم په نشو بدلوي او ځان پري تسکینوي.

په پنجوایي کې د ملیکانو د قاتل امریکایي عسکر مدافع وکیل جان هینري دا خبره نه مني، چې عسکر د شرابو، زیاتې غوسي یا ستریس او کورنیو ستونزو تر اغیز لاندې دا عمل تر سره کړی دی.

د هینري په وینا، د عسکر کورنۍ وایي، دوی د هغه د شرابو چښلو په عادت نه دي خبر او کومه ستونزه یې نه درلوده.

مدافع وکیل وایي، دا امریکایي عسکر درې ځلې عراق ته استول شوی و او په کومې شپې یې چې په پنجوایي کې د قتل عمل سرته ورساوه، د ورځې یې خپل ملګری عسکر وکوت؛ چې پښه یي د ماین په چاودنې کی پرې شوه.

امریکایي عسکر له افغانستان څخه کویټ ته او له هغه ځایه د امریکا د ارکینساز ایالت یوه پوځې زندان ته انتقال شوی دی.

امریکایي عسکرو ته د ویتنام په جګړې کې د شرابو د چښلو او د نشه یي موادو د استعمال اجازه وه؛ خو چې کله عسکر بېرته وطن ته ستانه شول، اکثر کسان یې په نشه یي مواو معتاد شوي وو. پوځ په ۱۹۷۱ کال کې پالیسی بدله کړه او د نشه یي موادو استعمال یې بند کړ.

اسوشیېټډپرېس آژانس لیکي، امریکایي عسکر، چې افغانستان ته استول کیږي، د شرابو او نشه یي موادو د انتقال اجازه نه لري، خو په لیرې پرتو سیمو کې بهرني عسکر په چرسو هم روږدي کیږي او دا ځکه چې چرس په افغانستان کې په اسانۍ سره پیدا کیږي.

آژانس زیاتوي، د افغانستان په ملي پوځ کې د نشه یي موادو استعمال ستره ستونره ده، امریکایي عسکر ورباندې روږدې شوي او له افغانانو سره یې په ګډه استعمالوي.
XS
SM
MD
LG