د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

د کابل ښار په ختیځ کې د بهرنیو ځواکونو یو هیلي کوپتره راولویده


د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو تایید کړه، چې د جمعې په سهار د کابل په ختیځ کې د هیلیکوپترې د پرې وتلو په پیښه کې ددوی دولس سرتیري وژل شوي.

د ایساف ځواکونو له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې دا هیلیکوپتره په کشفي ماموریت بوخت وه چې راوغورځیده او په اړه یې تحقیقات روان دي .

په کابل کې د ایساف ځواکونو د ګډې قومندانۍ یوه ویاند جستن براک آف آزادۍ راډيو ته وویل چې په دې پیښه کې د نړیوالو ځواکونو دولس سرتیري وژل شوي، خو نوموړي ددغو سرتیرو د هویت په اړه څه ونه ویل:

(د لومړنیو رپوټونو له مخې د ایساف دولس تنه سرتیري نن په کابل ولایت کې د یوې هیلي کوپترې د غورځیدو په پیښه کې وژل شوي دي .

د پیښې لامل تر څیړنو لاندې دی که څه هم ابتدایي رپوټونه د پیښې په سیمه او وخت کې د مخالفینو د هیڅ ډول فعالیت د نشتوالي څرګندوي دي .)

له بلې خوا افغان امنیتي ځواکونه چې د پیښې سیمې ته تللي وو له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې وژل شوي بهرني ځواکونه ترکان وو.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال داوود امین آزادۍ را‌ډیو ته وویل د حسین خیلو په سیمه کې د دې هیلیکوپترې د غورځیدو په پيښه کې د هستوګنې یو کور ویجاړ شوی، چې مرګ ژوبله هم لري:

(ډېرې دردونکې واقعې په اساس چې په بګرامۍ د حسین خیلو په کلي کې وشوه په یوه کور باندې د ترکانو د یوې هلي کاپتري د لویدلو په ارتباط چې هلته غورځیدلې وه د یوه کور په یوې څنډې باندې .

چې په کور کې هم د کور دوه نجونې چې یوه اتلس کلنه نولس کلنه وه دوه خویندې وې هغه په شهادت رسیدلې وې او یو ماشوم زخمي شوی وو چې هغه حالت یې د قناعت وړ ده . )

له دې مخکې هم څو ځله د نړیوالو ځواکونو الوتکې او هیلیکوپترې راغورځیدلي چې کله کله یې پړه وسله والو مخالفینو په غاړه اخیستې خو دا لومړی ځل دی چې د نړیوالو ځواکونو یوه هیلیکوپتره د کابل ښار په یوې اړوندې سیمې کې غورځي او ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اړوي .

صفي الله ستانکزی آزادۍ راډیو کابل .
XS
SM
MD
LG