د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

"د ستراتیژيکو اړیکو په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی"


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا افغانستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره خپلې خبرې ګټورې وبللې او ویې ویل چې دغه خبرې د کندهار د پیښې او د ستراتیژیک مشارکت د سند په اړه وې.

نوموړي وویل، چې کابل ته یې دغه سفر د ستراتیژیک مشارکت د سند د لاسلیک کیدو په اړه هیله من کړی دی.

ښاغلي پنیتا د زندانونو د سپارلو په اړه شوې موافقه په دې برخه کې یو پرمختګ وباله او ویې ویل، چې د دې شتراتیژیک مشارکت د اعلامیې د اهمیت په اړه یې له جمهور رئیس حامد کرزي سره خبرې کړي:

"موږ د ستراتیژیک مشارکت د یوې اعلامیې د رامنځ ته کولو په اهمیت خبرې وکړې، چې هیله ده مخکې د شیکاکو له غونډې به وشي.

موږ د توقیف ځایونو په اړه د تفاهم لیک په بشپړولو سره ښکاره پرمختګ کړی دی، ما د دې د عملي کیدو لپاره د هڅو یادونه وکړه.

ښاغلي کرزي همدا راز باور څرګند کړ، چې موږ د شپې د عملیاتو په مسئلې هم یوه تفاهم لیک ته رسیدلای شو.

نو زه د ډیر ډاډ احساس کوم چې دغه مسایل پر ښه لور روان دي او هیله ده چې له شیکاکو کنفرانس نه مخکې موږ دغه اعلامیه ترلاسه کړو.
"

ښاغلي پنیتا په عین حال کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شپې عملیاتو په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ترهګرو د مشرانو په له منځه وړلو کې یې د دوی توانايي ډیره کړې ده.

ولسمشر کرزي چې پخوا یې د شپې د حملو د سملاسي بندیدوغوښتنه کوله، په دې وروستیو کې یې منلې چې د دغو حملو په اړه له امریکا سره پر یوې نوې موافقې کار وشي.

افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر په داسې حال کې سفر وکړ، چې په کندهار کې یوه امریکايي عسکر لږ تر لږه شپاړلس ملکي کسان ووژل.

نوموړي افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې دغه عسکر به د امریکا په یوې پوځي محاکمې کې په سزا رسیږي.

ښاغلي پنیتا وویل، چې ولسمشر حامد کرزي هم منلې چې دغه کس به په پوځي محکمې کې محاکمه کیږي، خو له ده سره په کتنه کې ښاغلي کرزي د محاکمې د بهیر په شفافیت ټینګار کړی:

"ما یو ځلي بیا له هغه سره ژمنه وکړه، چې موږ دغه مسئله دلته په تحقیقاتو سره تعقیبوو او موږ به په پيښه کې ښکیل کس عدالت ته راکش کړو، هغه دا ومنله او تمه یې وښودله چې دا پروسه به شفافه و اوسي، تر څو د افغانستان خلک وویني چې د امریکا متحده ایالات نه یوازې غواړي چې دغه کس عدلي تعقیب شي بلکې له هغه سره حساب و کتاب هم کیږي."

پخوا تر دې د افغانستان ولسي جرګې او یو شمیر خلکو په افغانستان کې دننه د کندهار په پيښه کې د ښکیل امریکايي عسکر د محاکمې غوښتنه کړې وه.

د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته خپل سفر له هلمند ولایته پیل کړ، چې هلته له یوې پيښې سره مخ شو.

په هلمند کې په هوايي ډګر کې دده د الوتکې د کوزیدو په وخت د الوتنې کرښې ته نژدې یو غلا شوی موټر چې ظاهرا یوه افغان چلاوه اور واخیست.

ښاغلي پنیتا دغه پيښه کم اهمیته وبلله او ویې ویل، دده او دده په الوتکې پورې یې اړه نه لرله.

په عین حال کې هغه وویل، دا جګړه ده چې له دارنګه پیښو سره پکې مخ کیدای شي.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان ته په خپل شپږو سفرونه کې یو ځلې داسې هم شوي چې په هغه هوايي ډګر راکټ لګیدلی چې دی پکې و.
XS
SM
MD
LG