د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۳

د سوریي حکومت پرخلاف د خلکو پاڅون او تاوتریخوالی


د سوریي فعالانو د پنجشنبې په ورځ ( ډې پې اې ) ته وویل، چې د جمهور رئیس بشار الاسد د حکومت پرضد د دیموکراسي غوښتونکو له خوا د پاڅون د لمانځلو پر وخت چې یو کال وړاندې پيل شوی وو سخت تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دی.

فعالانو زیاته کړه چې، حکومتي ځواکونو د ټانکونو په مرسته د سوریې په شمال کې د(ادلیب ) ښار ته داخل شول او هلته یې د حکومت د اپوزسیون پرضد تازه حملې وکړې.

د پنجشنبې په ورځ حکومتي قواوو د ادلیب پر ښار چې د حکومت د مخالفانو مرکز دی، سختې حملې وکړې خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د فعالانو په وینا حکومتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ د ادلیب ښار د څلورو ورځو جګړې وروسته په خپل کنټرول کې ونیوه.

مخالفان وايي، چې حکومتي ځواکونو د چارشنبې په شپه په ټول هېواد کې له ۴۰ څخه زیات کسان ووژل، په دې تر تیب د حکومتي قوواوو له خوا د چارشنبې په ورځ د وژل شوېو کسانو شمېر ۹۵ ته ورسید.


د المان خبري اژانس د سوریې د مخالفانو له قوله لیکي، د بنجشنبې په ورځ سهار وختي خلکو د سوریې په جنوبي ایالت ( درعا) کې چې د حکومت د مخالفانو اصلي ټاټوبی دی مسجدونو ته نژدې لويي مظاهري وکړې. مظاهره کوونکو د حکومت پر ضد نارې وهلې او د رژیم د سقوط غوښتنه یې کوله.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار د ادارې مشر (رامي عبدال رحیم ) د المان خبري اژانس ته وویل، چې یو کال تیر شو، خو د تاوتریخوالي کچه مخ پر زیاتیدو ده.


د ملګرو ملتونو د اټکل پر اساس په دغه هېواد کې د یو کلن تاوتریخوالي په نتیجه کې له اوونیم زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي، خو د سوریې حکومت په مکرره توګه ادعا کړې ده، چې د دې هېواد په نا ارامیو کې د تروریستي ډلو لاس دی.

په سوریه کې د خپل واکو منابعو له خوا د خبرونو او پيښو تائیدل مشکله خبره ده، ځکه چې د سوریې حکومت پر بهرنیو ژورنالستانو بندیز لګولی دی.
XS
SM
MD
LG