د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

اروزګان کې بمي چاودنې د ېوې کورنۍ۶غړي مړه او ټپیان کړل


د اروزګان په دهرواد ولسوالۍ کې د ماین چاودنې شپږ ملکیان ووژل او دوه نور یي ټپیان کړل.

چاودنه نن غرمه مهال د دهراود په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د ملکیانو یو سراچه ډوله موټر د سړک د غاړې پر ښخ شوي ماین برابر شو .

د دهراد ولسوالۍ ولسوال امین الله ازادۍ رادیو ته وویل، چې په دغه پیښه کې شپږ تنه وژل شوي او دوه تنه زخمیان چې په وژل شوو کې څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

د ولسوال په وینا وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي:

"د ملکیانو موټر دی، ماین پر چاودلې دی، چې څلور ښځې او دوه ماشومان شهیدان شوي موټر چلوونکی او یو ماشوم زخمي دی."

چارواکي د دغه ډول پیښو مسوول د دولت وسلوال مخالفین ګڼي، د دوي په وینا وسلوال طالبان پر لویو لارو د دولت او نړېوالو ځواکونو لپاره ماینونه ایږدي چې تر ډیره ملکیان قرباني کیږي.

د دولت وسلوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG