د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د امریکا د دفاع وزیر د دوو ورځو په مخه افغانستان ته راغلی


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا

د امریکا د دفاع وزیر په یو دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلی او ټاکل شوې، چې دلته له افغان مشرانو او خپلو پوځیانو سره وګوري. پنیټا دا سفر په یو داسې وخت کې پیل کړی، چې د کندهار د پیښې په اړه، چې په کې د یو امریکایي سرتیري له خواشاوخوا ۱۶ ملکي وګړي ووژل شول څېړنې لا نه دي بشپړې شوي.



که څه هم تراوسه پورې افغانستان ته د امریکا د دفاع د وزیر د سفر اساسي هدف لا نه دی څرګند، خو ویل کیږي، چې دی به په کابل کې له افغان مشرانو سره د کندهار د پنجوایي د پیښې په اړه هم خبرې وکړي.

افغان مشرانو په دې پیښه کې، چې د یکشنبې په ورځ شوې او په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپاړس کسان وژل شوي، د ښکیل سرتیري لپاره په افغانستان کې علني محاکمه غوښتې.

که څه هم تراوسه نه ده څرګنده، چې لیون پنیټا په دې اړه افغان مشرانو ته څه پیغام ولري، خو د دغه هیواد مشرانو ډاډ ورکړی، چې دا مساله به په جدي توګه تعقیب کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوبا، چې د سې شنبې په ورځ یې په دې اړه خبرې کولې وویل، چې دوی د امریکا او افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په دې پیښه کې له ښکیل کس سره قانوني چلند وکړي.

″ما پینټاګون ته لارښوونه کړې، څو دا باوري کړي، چې موږ په دې برخه کې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه نه کوو او په دې برخه کې بشپړ تحقیقات کوو. زه د امریکا او افغانستان خلکو ته دا ډاډ ورکولی شم، چې موږ به حقایق تعقیب کړو او ډاډ ورکوو، چې هر څوک، چې په دې پیښه کې ښکیل وي د قانون له مخې به ورسره جدي چلند وشي.″

له بل لوري افغانستان ته له سفر مخکې لیون پنیټا هم ویلي وو، چې ممکن په دې پیښه کې د دوی ښکېل سرتیرې به له سختې سزا سره مخامخ شي.

لیون پنیټا د چهار شنبې په جنوبي ولایت هلمند کې د امریکایي ځواکونو په يوه پوځي اډه کې راښکته شو او ټاکل شوی، چې د دوو ورځو لپاره په افغانستان کې وي.

دی له افغان مشرانو سره خپلې خبرې په داسې حال کې پیلوي، چې د پنجوایي د پیښې د څیړلو لپاره د افغان دولت له خوا استول شوی پلاوی لا هم په سیمه کې دی او خپل رپورټ یې ولسمشر ته نه دی سپارلی.

که څه امریکایي مشران په دې پیښه ژوره خواشیني څرګندوي، خو تر دې مهاله له هغې غوښتنې سره مخالف دي، چې د دوی دا سرتیری دې په افغانستان کې دننه د کوربه هیواد د قوانیو په رڼا کې محاکمه شي.

د دوی په وینا له افغانستان سره په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د شوي تړون له مخې د دوی سرتیري په افغانستان کې نه شي محاکمه کیدای.

په دې تړون کې، چې د وخت د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو له خوا لاسلیک شوی بهرني ځواکونه له هر ډول عدلي او قضایي تعقیب نه خوندي کړای شوي دي.

دا، چې دا مساله د دواړو خواو ترمنځ په خبرو کې په څومره جدیت سره پورته شي، اوس یې په اړه څه ویل ګران دي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG