د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

د کندهار او بګرام پېښې به زموږ د سرتېرو د ایستلو پلان بدل نه کړي


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیون پنیټا د سې شنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان ایلن د پلان جزئیاتو یا تفصیل ته منتظر دی، چې افغانستان ته په ۲۰۱۰ کال کې د استول شویو اضافي عسکرو ۲۳ زره تنه بیرته وطن ته راستانه کړي.

په روانې اوونۍ کې په کندهار کې د یوه امریکایی عسکر له خوا د بې ګناه ملکیانو له ډله یېزې وژنې وورسته پنیټا او نورو جګ پوړو امریکایي چارواکو وویل، دا غمیزه به د جګړې پر ستراتېزۍ اغیز ونه کړي.

خو دا په دې معنی هم نه ده چې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو پلان شوي وتل به چټک نه شي.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا د قرغزستان مرکز بشکیک ته په الوتکې کې د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د قرآن کریم د سوځیدو د پیښې او د یوه امریکایي عسکر له خوا د ملکیانو د ډله یېزې وژنې په ګډون وروستۍ ستونزې او پر شا تګ به په هغه پلان کې بدلون رامنځ ته نه کړې چې له مخې به یي د ۲۰۱۴ کال په پاي کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل بشپړ شي.

جنرال جان ایلن د دوشنبې په ورځ وویل، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۹۰ زره امریکایي عسکر دېره دې او جمهور رئیس بارک اوباما غواړي ۲۳ زره تنه یي د روان کال د سپتمبر میاشتې په پاي کې وطن ته ستانه شي.

د جنرال ایلن په وینا، ددي عسکرو د وتلو مهال ویش یا نیټه باید چې دفاع وزیر پنیټا تعیین او لاسلیک کړې.

اسوشئتدپرس لیکې: جمهور رئیس بارک اوباما له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د ایستلو په اړه جنرال جان ایلن ته کوم ځانګړی امر ندی کړی خو دایي ویلی، له نن څخه د ۲۰۱۴ کال تر پایه به له افغانستان څخه په منظم یا ثابت ډول د عسکرو ایستل دوام وکړې او هغه مهال به افغان امنیتي ځواکونه په بشپړ ډول د هیواد د امنیت ساتنې مسولیت پر غاړه ولري.

له بلې خوا، نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې ولیکل، د جمهور رییس اوباما اداره له افغانستان څخه د سپتمبر میاشت کې د عسکرو د ایستلو یا کمولو لپاره مختلف انتخاب په نظر کی نیولی دی.

یو انتخاب دادی چې د روان کال د ډسمبر میاشتې په پاي کې دي لس زره نور عسکر وطن ته ستانه شي. ورپسي به نور د لسو او شلو زرو تر منځ عسکر د ۲۰۱۳ کال په جون میاشت کې وطن ته ستانه شي.

نیویارک ټیایمز ورځپاڼې ددغه پلان په اړه د کوم چارواکې نوم ندی ذکر کړی.

کله چې د امریکا د دفاع وزارت له مطبوعاتي رئیس جورج لیټل څخه چی له پنیټا سره د بشکیک په سفر کې ملګری دی، د نیویارک ټایمر ورځپاڼې ددغه راپور په اړه وپوښتل شول، هغه په ځواب کې وویل، “ د عسکرو د شمېر کمولو د داستان تحلیل تر اوسه ندی بشپړ شوی، او دفاع وزیر پنیټا ته تر اوسه دا پلان یا انتخاب ندی وړاندي شوی.

دا ډېر وختي دی چې د استول شویو اضافې عسکرو له ایستلو پرته، له افغانستان څخه د عسکرو د شمېر د هرډول کمښت په اړه اټکل یا آوازې خپرې شي”.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا مخکې ویلي و، د جنرال ایلن د هغه پلان جزئیات یي ندي کتلې چې په روان اوړې کې له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو په اړه جوړ شویدی.
XS
SM
MD
LG