د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

اوباما پنټاګون ته د کندهار د پېښې په اړه د جدي څېړنې امر وکړ


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما

د تېرې یکشنې په ورځ یوه امریکایي عسکر د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۶ تنه بې ګناه افغانان ووژل. دا عمل افغانستان او نړیوالې ټولنې په پوره جدیت سره وغانده او بارک اوباما وایي، په دې غمجنې پیښې سخت خواشینی دی او د بې ګناه خلکو وژنې یې زړه دردولی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د سې شنبې په ورځ وویل، د امریکایي عسکر له خوا ډله یېزه وژنه ظالمانه او د منلو وړنه ده.

ده ژمنه وکړه، چې په دې اړه به دفاع وزرات کره او جدي څېړنه وکړي:

“ما دفاع وزارت ته امر کړی، چې د بشپړو تحقیقاتو په کار کې باید هیڅ ډول هلې ځلي ونه سپموي. زه د امریکا او افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ به حقایق پیداکوو، هرې خوا ته مو که بوځې.

موږ به دا ډاډ هم حاصلوو هرڅوک چې په دې پیښې کې دخیل وي، د قانون په بشپړ قوت سره به پوره مسول وبلل شي.”

د امریکا جمهور رییس زیاته کړه، متحده ایالاتو دا مساله ډېره جدې نیولې او داسي فکر کوو، چې زموږ خپل کوچنیان او اتباع وژل شوي دي.

“لکه څنګه چې مې جمهور رییس حامد کرزي ته وویل، د امریکا متحده ایالاتو دا مساله ډېره جدې نیولې او داسې فکر کوو، چې زموږ خپل اتباع او کوچنیان وژل شوي دي.

د بې ګناه انسانانو په وژنې زموږ زړونه دردیدلې دي. د بې ګناه ملکیانو وژنه ظالمانه او د نه منلو عمل دی. دا نه زموږ د هیواد او نه هم زموږ د پوځ نمایندګې کوې.”

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا ویلي، د دغې پیښې عامل یا عاملینو ته ممکن د مرګ سزا ورکول شي.

جمهور رییس بارک اوباما وویل، دا ډله اېزه وژنه به په افغانستان کې د ماموریت تر سره کولو په ژمنې کې بدلون رامنځ ته نه کړې، خو امریکایانو ته یې په څرګنده وویل، چې د افغانستان جګړه به پای ته ورسوي.
“باید اشتباه ونه شي، موږ یوه ستراتیژې لرو، چې له مخې به یې په مسوولیت سره دا جګړه ختمه کړو. موږ په تدریجي ډول افغانانو ته مسولیتونه انتقالوو او هغوی پرمخ روان دي. په دې کار سره به موږ خپل عسکر وطن ته راولو.”

د امریکا جمهور رییس زیاته کړه، په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې له زیاتو ستونزو او آزمیښتونو سره مخامخ یو، خو باور لرم، چې د خپلو هدفونو د تر لاسه کولو لپاره به خپل کار ته دوام ورکوو، خپل هیواد به ساتو او په مسوولیت سره به دا جګړه پای ته رسوو.
XS
SM
MD
LG