د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

د کندهار وروستۍ پېښې اندېښنې زېږولي دي


په کندهار کې د یو امریکايي عسکر له خوا ۱۶ تنه ملیکان وژل شوي
په کندهار کې د یو امریکايي عسکر له خوا ۱۶ تنه ملیکان وژل شوي
والسټریټ ژورنال:

امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، د یکشنبې د ورځې پیښې یقیناً د کابل او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې کړکیچ زیات کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا افغان چارواکي له امریکا سره د اوږدمهاله همکاریو د سند په اړه چې د دې هیواد ځواکونو ته اجازه ورکوي، چې تر۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کی پاتې شي، د خبرو یوه سخت پړاو ته داخل شوي دي.

یوشمېر سیاسي څیړونکي له دې اندیښنه لري، چې د یکشنبې د ورځې پیښه به دغه خبرې له خپل اصلي مسیره بې لارې کړي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه د امریکا د امنیت په نوي مرکز کې د انډریو ایکسوم هغه خبره رااخیستې، چې ویلي یې دي، دغه حمله به ښایي د افغانانو، امریکایي او د نورو ایتلافي ځواکونو تر منځ اختلافات زیات کړي او دې پیښې پر هغو څو محدودو انتخابونو چې د افغان مذاکره کونکو په اختیارکې دي، اغیز کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا، د امریکا اکثره پوځي چارواکو محتاطانه خوشبیني ښودلې، چې د کندهار پیښه به د دې سبب نه شي چې امریکاپه خپلې ستراتیژۍ کې ستربدلون راولي یا له دې هیواده له وخته مخکې ځواکونه وباسي.

د پنتاګون د یوه چارواکي په وینا داسې ښکاري، چې د دغو اړیکو اساس کلک دی.


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکاپه یوې پوځي اډې کې د هغو اندیښنو په اړه چې د کندهارد وروستۍ پیښې په اړه راپورته شوي، لیکې، د لیویس مک چورډ په اډه کې څلورمیاشتې مخکې د امریکا د پوځ قضایي هیات د امریکا د هغې قاتلې پوځي ډلې مشر محاکمه کړ؛ چې د ساعت تیري لپاره یې په افغانستان کې یوشمېر افغانان وژلي وو.

په دې اډه کې تیر۲۰۱۱ کال کې لږترلږه دولسو عسکرو ځانونه ووژل او تیره اونۍ سناتور ″پیټي موري″ د دې اډې پرپوځي روغتون له دې کبله انتقاد وکړ؛ چې د هغو ۲۸۵ عسکرو د وسیې یې رد کړې وې، چې د جګړو له امله رواني ناروغان تشخیص شوي و.

نیویارک ټایمز لیکي، د یکشنبې په ورځ په ″لیویس مک چورډ″ اډه کې
داخبرخپور شو؛ چې د دې اډې ۳۸ کلن د لګۍ مشر چې د دوماشومانو پلاردی او نوم یې پوځ نه دی افشا کړی، ګومان کیږي، یوې وژونکې حملې ته ورته عمل کې ۱۶ ملکي افغانان په ډزو ووژل.

د ″ټایلر″ په نامه یوه پوځي وویل، چې دی د فیس بوک له لارې خبر شو چې یوه عسکر په ډزو ملکیان وژلي دي.

هغه وویل، د دغه خبر له خپریدو وروسته د دوی د اډې په اړه د منفي خبرونو لړۍ زوراخیستی، چې دې مسلې ډیرې اندیښنې راپورته کړي دي او ځینې وختونه یې دوی دې ته اړکړي چې دفاعي دریځ غوره کړي.

خو دوی دغه راز په دې اړه هم ډیره اندیښه څرګنده کړې، چې کله یې افغانستان ته د لیږلو وار راورسیږي، نو به هلته له ډیرو خطرونو سره مخ شي.
XS
SM
MD
LG