د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

د پنجوایي اوسیدونکي د پیښې عاملينو ته سزا غواړي


د پنجوایي اوسیدونکي د هغه پیښی عاملينو ته سزا غواړي چې په نتیجه کې یي ۱۶ ملکیان ووژل شوه او پنځه تنه نور یي زخمیان شول.

دغه پیښه چې د یکشنبې په شپه شاوخوا درې بجې رامنځ ته شوه، د چارواکو او د سیمي د اوسیدونکو په وینا ۱۶ کسان وژل شوي او پنځه نور زخمیان دي.

د سویلي حوزې تنظمه ریس اسدالله خالد چې د یو شمېر نورو چارواکو او قومي مشرانو په ګډون سیمي ته تللی وو، ازادۍ رادیو ته وویل، چې د لومړینو معلوماتو له مخې په دغه پیښه کې یو امریکایي سرتیری لاس لري، چې تر پیښې سمدستي وروسته نیول شوی:

" په څو کورو کې شهیدان شوي، مجموعا د شهیدانو ۱۶ کسان دي او شهیدان پنځه تنه دي چې په نظامي روغتون کې دي."

بل خوا د سیمي اوسیدونکي، د دغه وحشیانه عمل پوښتنه او عاملينو ته يې سخته سزا غواړي.

د انار ګلې په نوم یوه مریمنه وایي، چې له دوي سره ظلم شوی او د پیښی عاملین دي محاکمه شي:

" زه د روژې نیولو لپاره د خوبه کښیناستم، چې د دروازې ږغ مې واوریدی اړل سپی وویشتي بیا پر موږ راغلل دا دوه کلن کوچنیان اوس طالبان دي؟"

د سیمي یو بل اوسیدونکی عبدالصمد هم له دولته وغوښتل، چې په پیښه کې ښکیل کسان دې محاکمه شي:

" دوي وایي یو راغلی طیارۍ ورسره وې ټولې اول ووژل بیا اور وراچوی داسې ظلم يي کړی"

بل خوا ولسمشر کرزي د پیښې د قربانیانو سره پر تیلیفون خبرې وکړې او دغه پیښه يي وغندله.

ولسمشر کرزي د خلکو سره په ټیلیفونی خبرو کې ژمنه وکړه، چې په پیښه کې ښکیل کسان به محاکمه کړي.

په ورته وخت کې د امريکا سفارت پر عامو وګړو د خپل يوه سرتېري بريد وحشيانه عمل بللى او د هغه د محاکمې ژمنه يې کړې.

په کابل کې د امريکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه په کلکه غندلې او د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې.

خبرپاڼې دا هم ویلي، چې امريکا د افغانستان خلکو ته دغه ډاډ ورکوي، چې د دې کړنې ترسره کوونکې به وروسته له پېژندلو محکمې ته وړاندې شي.

محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG