د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

"د غور او دایکنديوالو د اقتصادي وضعیت په اړه به سروې وشي"


د احصائیې د مرکزي ادارې چارواکي وايي، چې د سروې هدف یې په بېلابېلو برخو کې د غور او دایکندي د خلکو چې نیستي په کې زیاته ده، د مشخصاتو او اړتیاوو معلومول دي.

د دې ادارې د مرستیال حسیب الله موحد په وینا د دې سروې نتایج به وکولای شي، چې د غور او دایکندي ولایتونو د خلکو د ستونزو په هوارولو کې له اړوندو ارګانونو سره په پالیسۍ جوړولو کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې اجتماعي، اقتصادي دیموګرافي سروې کې به د خلکو د فقر او تعلیم د کچې په ګډون بېلابېل معلومات ترلاسه شي:

"د چاپان په مرستې او همکارۍ او د ملګروملتونو د نفوس د صندوق په تخنیکي همکارۍ دغه سروې کیږي، په دې سره موږ کولای شو چې د عمر، جنس، کورنۍ ستونزې، د فقر کچه او نور ټولنیز اقتصادي- دیموګرافي مشخصات ترلاسه کړو."

ښاغلي موحد وویل، چې په غور او دایکندي ولایتونو کې به دغه سروې د روان لمریز کال په سنبلې میاشت کې پیل شي او د راتلونکي کال تر پایه به یې راپور خپور شي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر دې مخکې په بامیان ولایت کې دارنګه سروې شوې چې په یوې میاشتې کې به یې نتایج اعلان شي.

د دغې سروې د تطبیق لپاره چاپان یولس عشاریه څلور میلیونه ډالره مرسته کوي، چې قرار داد یې په کابل کې د چاپان د سفیر ریچیرو تکاشي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق د استازي لیورینټ زسلر ترمنځ لاسلیک شو.

د چاپان سفیر ریچیرو تکاشي تمه وښودله، چې دغه سروې به له حکومت سره په پلان جوړونه کې مرسته وکړي:

"زه هیله من یم، دغه پروژه چې نن یې قرارداد کوو، مرکزي او ولایتي پالیسي جوړونکو ته د مشخصو او دقیقو ارقامو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي تر څو د ټولو افغانانو د ښه ژوند لپاره کار وکړي."

افغان چارواکي وايي، چې غور او دایکندي له هغو ولایتونو څخه دي چې فقر په کې له ټولو زیات دی.

د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د دایکندي ۴۳ او د غور ۴۴ فیصده خلک له فقر سره مخ دي.

که څه هم فقر د افغانستان په زیاترو سیمو او ولایتونو کې د اندیښنې تر کچې ډير دی، خو د احصائیې مرکزي اداره وايي، په ځینو ولایتونو کې د ناامنیو له امله بشپړه سروې نشي کیدای، خو یو شمېر نمونوي سروې ګانې شوي چې د اړوندو سیمو د خلکو د وضعیت انځور وړاندې کولای شي.
XS
SM
MD
LG