د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د څېرو بدلېدل د افغانستان پر وړاندې د ISI پالیسي نه شي بدلولای


د ای. اېس. ای نوی مشر جنران ظهیرالاسلام.
د ای. اېس. ای نوی مشر جنران ظهیرالاسلام.
که څه هم افغان چارواکي د پاکستان د استخاباراتو د ادارې ″ای. اېس. ای″ د نوي مشر په توګه د ظهیرالاسلام پر ټاکنه کوم نظر نه ورکوي، خو یو شمیر کتوونکي بیا له نوموړي د افغانستان په وړاندې د ″ای. اېس. ای″ په پالیسۍ کې د کوم ژور بدلون تمه نه لري.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي وايي، د ظهیرالاسلام د راتلونکو کړنو په اړه قضاوت کول به له وخت نه مخکې وي، خو له نوموړي بیا هم یو مخ د ″ای. اېس. ای″ د پالیسۍ د بدلولو هیله نه شي کیدای.

خو ښاغي سعیدي چې تل د افغانستان په اړه د ″ای. اېس. ای″ پر پالیسۍ سخت انتقادونه کوي وايي، چې ظهیرالاسلام د پاکستان په پوځ کې بد نوم نه لري، نو ممکن د نورو په شان مداخله کوونکی هم ونه اوسي:

″زه دومره ویلای شم، چې اخلاقي سړی دی، مخکې یې هم په ای اس ای کې کار کړی دی، د کراچۍ کور کمانډر و، بدنام سړی نه دی. خو د افغانستان په باره کې لکه چې تاسو ته معلومه ده هم د پاکستان اردو پالیسي لري او هم یې ای اس ای، ښايي نوموړی دومره ژر ونشي کولای چې دغه پالیسې یو مخ برباده کړي او نوې رامنځ ته کړي.

خو د وخت په تیریدو سره هیله من یو چې دغه سړی د نورو په اندازه د افغانستان په چارو کې دومره مداخله کوونکی ونه اوسي.″

ظهیرالاسلام د پاکستان د صداعظم یوسف رضا ګیلاني له خوا د دې هیواد د استخاباراتو د ادارې ″ای. اېس. ای″ مشر ټاکل شوی، چې د احمد شجاع پاشا ځای به ونیسي.

ظهیرالاسلام چې اوس د کراچۍ د پنځم قول اردو قومندان دی له ″ای. اېس. ای″ سره اوږده کاري سابقه لري.

بل خوا ځینې افغان کارپوهان د ظهیراسلام ټاکنه کوم بدلون نه بولي ځکه چې په وینا یې نوموړی د پاکستان د لوی درستیز جنرال اشفاق کیلاني نږدې همکار پاتې شوی دی:

افغان لیکوال او ژورنالیست صدیق الله بدر:

″زه په دې فکر یم چې ظهیرالاسلام هغه سړی دی، چې د جنرال اسفاق کیاني تر لاس لاندې یې کار کړی دی او د هغه نظر تعقیبوي او موږ او تاسو په دې ښه پوهیږو، چې اشفاق کیاني د افغانستان په اړه داسې مثبت نه لري، چې افغانان او افغانستان هغه ته لیواله وي او خوشبیني ورته وښيي.″

ښاغلي بدر وویل، چې پاکستان لا هم په افغانستان کې خپل ستراتیژیک عمق ته د رسیدو لپاره د لاسوهنې له پالیسۍ لاس پر سر شوی نه دی.

خونوړی وایي، ښايي پاکستان یوازې د موقت وخت لپاره د سیمې په پالیسۍ کې بدلون راولي، ځکه د بدر په وینا دا مهال له سختو نړیوالوفشارونو سره مخ دی او په کور دننه کې له اقتصادي ستونزو سربیره د بلوجستان د بیلتون پالنې له ګواښ سره هم لاس او ګریوان شوی.

ځينې افغان چارواکي په دې اندې دي چې د پاکستان ملکي حکومت ورسره په هیواد کې د سولې او ثبات لپاره د همکارۍ نیت لري خو په پوځي او استخابارتي کړیو یې بد ګمانه دي او له وسلوالو مخالفینو یې په ملاتړ تورنوي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG