د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۵

ولې د بهرنیو چارو وزارت خپله پراختیايي بودجه نه ده لګولې؟


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۸۹لمریز کال د پراختیایي بودیجې د کم مصرف علت په وخت د بودیجې نه ورکول بولي. ډاکټر زلمی رسول د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د تدارکاتو د بهیر پیچلتیا یوه بله ستونزه وبلله، چې خپله بودیجه یې نده مصرف کړي.

د افغانستان ولسي جرګې د شنبی په ورځ د بهرنیو چارو وزیر په وربللو سره د هغو وزیرانو استخوابیه لړۍ پای ته ورسوله، چې ۱۳۸۹ لمریز کال کې خپله پراختیایي بودیجه یې له څلویښتو فیصدو څخه کمه لګولې.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول وکیلانو ته د خپلې پراختیایي بودیجې د کم مصرف لوی لامل پر وخت د دې بودیجی نه منظور وښودل.

″شفافیت ډیر مهم دی، تر هغې چې موږ تاسې ته د رانیول شویو شیانونو په اړه معلومات در کړو، موږ چې څه اخیستي دي، هغه مو د افغانستان د قوانینو له مخې اخیستي دي، که په دې کې ځنډ راغلی هم وي نو پروا یې نشته.

موږ په ۱۳۸۹ کال کې په اسلام اباد کې د سفارت د بیارغونې پروژه درلوده، کله چې موږ د هغه شرکت چې ټاکل شوې وه دا ودانۍ ورغوي ارزیابي کړ؛ نو ومولیدل چې د دې ودانۍ د بیا رغونی امکانات او وسایل نه لري.

دوهم دا چې د ۱۳۹۸لمریز کال بودیجه د اسد په میاشت کې منظور شوه.″

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ۱۳۸۹ لمریز کال کې شپږ میلیون ډالره پراختیایي بودیجه درلوده.

خو د ښاغلی زلمي رسول دغه څرګندونو د زیات شمېر وکیلانو قناعت حاصل نه کړ.

دوه تنو وکیلانو ډاکټر ظهیر سادات او رمضان جمعه زاده په دې اړه وویل.

″۱ - سلګونه نورې داسې پروژې وې، چې تاسې کولاﺉ شوای هغه پلې کړﺉ او د هغوی هیوادوالو عزت او ابرو مو پرې خوندي کړې وای او د هغوی د ځورولو مخنیوی مو پرې کړې وای.

د بیلګی په توګه په یونان کې سلګونه ښځې، نجونې، هلکان او نارینه بې سرپنا او بندي دي.


۲- تاسې وویل، چې موږ ډیر لوکس سفارتونه لرو، نو اوس خبره دلته ده، چې ایا تاسې په دې کی وړ کسان لرﺉ او که نه؟″

خو ښاغلی رسول وايي، چې دوی خپله پراختیایي بودجه په بهر کی د افغان کډوالو لپاره نه شي مصرفولی.

همدا راز د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د بریښنا شرکت مشر هم د۱۳۸۹لمریز کال بودجه تشریح کړه.

دا چی د ولسي جرګې د وزیرانو د استیجواب لړۍ د شنبې په ورځ پای ته ورسیده خولا هم روښانه نه ده، چې دا غونډې ګټورې وې او که نه؟

ټاکل شوې، چې ولسی جرګه د دوشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د وزیرانو د استجوابیه لړۍ پر نتیجو بحث وکړي.


راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG