د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

له افغانستانه د وتلو سمه لار


ډېلي ټلګراف:

د لندن چاپ ډېلي ټلګراف ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې یو تحلیل خپور کړی چې سرلیک یې دی، له افغانستانه د وتلو سمه لاره.

د مطلب لیکوال، په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د شپږو برتانوي سرتېرو وژل کېدو ته اشاره کوي او لیکي، داسې ښکاري، چې برتانوي سیاستوال په دې ورځو کې د ثبات ټینګولو د ستونزمنې دندې پرځای له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو پر مهال وېش خبرې کوي؛ خو دا د درک وړ ځکه ده، چې خلک پوښتنه کوي، چې ولې باید برتانوي سرتېري اوس هم د هغه هدف په خاطر قرباني ورکړي چې دوی باور نه پرې لري.

ډېلي ټلګراف که څه هم دا استدلال پر ځای بولي خو لیکي، دا باید په یاد وساتل شي، چې په افغانستان کې د ایساف په چوکاټ کې د برتانوي ځواکونو د پاتې کېدو لپاره کافي دلایل شته.

ورځپاڼه زیاتوي، له دې څخه هدف د ټولو په سر کې د هغه ګواښ له مینځه وړل دي، چې په سیمه کې له القاعده شبکې څخه افغانستان ته متوجه دی.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم د القاعده دېرشمېر بنسټ ایښودونکي او طراحان په خاص ډول اسامه بن لادن یا وژل شوي او یا پاکستان ته تښتېدلي دي، خو که افغانستان ته د ځان د دفاع امکانات برابر نه شي، دا احتمال اوس هم شته، چې د آیساف ځواکونو له وتلو وروسته طالبان چې له دې شبکې سره د همکارۍ پخوانۍ سابقه لري، یوځل بیا د دې هېواد اداره په لاس کې واخلي او دا به په امنیتي برخه کې سختې لانجې رامینځ ته کړي.

دې ستونزو ته پام سره ډېلي ټلګراف لیکي، نو ځکه له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل باید، په امنیتي وضع کې د ښېګڼې پر بنسټ وي، نه د سیاستوالو د سلیقې له مخې.

هیومن رایټس واچ:

د بشري حقونو د څار نړیواله ټولنه هیومن رایټس واچ په یوه مطلب کې چې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې خپور کړې په افغانستان کې د ښځو وضعیت څېړي او لیکي، د طالبانو له سقوط سره د افغان ښځو ځینې اساسي آزادۍ او حقوق تضمین شول او په تېرو لسو کالو کې هم په هېواد کې د ښځو او نجونو په وضعیت کې د پام وړ بدلون راغی خو خپرونه لیکي چې له دې ټولو سره سره په دې برخه کې لاهم ژورې ستونزې پرځای پاتې دي.

د بشري حقونو د څار د ټولنې مطلب زیاتوي، په افغانستان کې اوس مهال نژدې څلورسوه مېرمنې د هغه څه په خاطر زندانونو ته اچول شوي، چې اخلاقي جرایم بلل کېږي، چې په دې کې له تاوتریخوالي د خلاصون په خاطر د خاوند له کوره د تېښتې موارد هم شامل دي.

خپرونه وړاندې لیکي، که څه هم د ښځو د تعلیم امکانات ډېر دي، خو د افغانستان نیمايي نجونې ښوونځیو ته له تلو محرومې دي او په هرو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن د حمل د اړوندو ناروغیو له وجې مري.

د بشري حقونو د څارنې نړیواله ټولنه د مطلب په وروستۍ برخه کې لیکي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د نېټې له رانژدې کېدو سره د راتلونکې په اړه د افغانستان د ښځو وېره هم زیاتېږي.

مطلب زیاتوي، له طالبانو سره د سولې پروګرام دا وېره رامینځ ته کړې ده چې ښايي د ښځو پر حقونو معامله وشي او که چېرته د خبرو پر مېز د ښځو استازې حاضرې نه وي نو دا احتمال ښايي نورهم زیات شي.
XS
SM
MD
LG