د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

په کابل کې د ښځو لپاره یوه انټرنټ کفې پرانیستل شوه


په کابل کې دښځو د نړېوالو ورځې په ویاړ د ښځو لپاره لومړنۍ نټ کفې
په کابل کې دښځو د نړېوالو ورځې په ویاړ د ښځو لپاره لومړنۍ نټ کفې
په افغانستان چې د طالبانو له نسکوریدو یو لسیزه اوښتې ته لا هم ښځې د ګڼو ستونزو سره مخ دی. که سړی له کلیو او بانډو راتیر شي او یوازې په لویو ښارونو کې وګوري نو په دې ښارونو کې هم د ښځو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه ښځې چې له کوره بهر کار کوي، په لارو کوڅو کې د سړیو له خوا زورول کېږي، او د کار ځای کې یې هم شرایط هسې نه وي لکه د سړیو لپاره چې وي.

پنځه ویشت کلنه اقیلمه چې د طب محصله او د بدلون لپاره د ځوانو افغانو میرنو د ډلې فعاله ده د ښځو لپاره یې د اینټرنیټ جوړولو دا مرکز د کابل په یوه ارامه کوڅه کې جوړ کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د اقلیمه مرادي له خولې چې په کابل کې یې د ښځو لپاره د بریتانیې په مرسته لومړنۍ انیترنیټ کیفي جوړه کړي وايي : موږ غوښتل چې ښځې ونه ویریږي له همدې کبله مو ښځو ته دلته یو خوندی ځای جوړ کړ چې اینټرنیټ په کې کارولی شي.

د فیس بوک، یاهو او نورو مشهور ویب پاڼو پر لوګو ګانو ښکلې شوې دې معاصر اینټرنیټ کفي ته د سحرګل نوم ورکړل شوی، سحرګل هغه پنځه کلنه ناوې وه چې د خسرګنۍ کورنۍ یې په میاشتو میاشتو ډیره سخته له دې کبله شکنجه کړې وه چې بدلمنۍ ته یې غاړه نه اېښوده.

رویټرز خبري اژانس د محمد جاوید علی زاده په نوم د یو افغان ځوان له خولې وايي زموږ په ټولنه کې ډیرې د سحر ګل په شان شته چې ښايي تر اوسه پرې څوک نه وي خبر او غږ یې تر چا نه وي رسیدلی.


رویټرز خبري اژانس وايي، په افغانستان کې که څه هم د طالبانو د ریژیم له نسکوریدو وروسته ښځو ځینو لومړنیو حقونو ته لاس رسی پیدا کړی خو د دوی راتلونکې لا هم له ګڼو ستونزو او خطرونو سره مخ دی.

په همدې وروستیو کې د افغانستان د یني عالمانو یو اعلامیه خپره کړه چې په کې د ښځو پر ټولنیزو فعالیتونو د یو شمیر قیوداتو غوښتنه شوې وه.

په راپور کې ویل شوي له دې اینټرنیټ کفي سره د بریتانیې یو مرستندویه ادارې د ۱۵ کارول شویو لیپ ټاپونو مرسته کړې ده. او چلونکې یې وايي چې هغه میرمنې چې دلته اینټرنیټ کاروي د ساعت پنځوس افغانۍ ترې اخیستل کېږي.

رویټرزي دې اینټرنیټ کفي ته په لومړي ورځ د ورغلې سنا سیرت په نوم د یوې زده کونکې له خولې وايي موږ ته هیڅ نه دي شوی، په افغانستان کې ښځې هیڅ نه لري، هرڅه د سړیو لپاره دي.

د اقلیمې په نوم د ښځینه وو لپاره ددې نیټ کفي چلونکې وايي، دا کار د افغانستان په شان یوه ټولنه کې له خطرونو خالي نه دي، موږ په دې اړه اندېښنه لرو. خو دا په دې مانا نه ده چې موږ دې کرار کینو او هیڅ دې ونه کړو.
XS
SM
MD
LG