د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۰

نړېوالو ورځپاڼو د میرمنو پر حقونو لیکنې کړي


Generic – A photo of European and world newspapers, Prague,
Generic – A photo of European and world newspapers, Prague,
زیاترو لويديځو ورځپاڼو په خپلو تازه ګڼو کې د ښځو د نړېوالې ورځې په وياړ په افغانستان کې د ښځو د حقونو مساله څيړلې ده.

ګارډين:

بريتانيايي ورځپاڼه ګارډين ليکي، د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له لوري د دغه هېواد د علماء و د شورا وړاندې شوي مقررې يو سترګام دی چې په شا اخيستل شوي.

د ورځپاڼې په باور د ښځو د حقونو ملاتړېو او فعالانو ته د امريکا او افغان حکومت د سولې له هڅو سره چې له طالبانو سره يې کوي، انديښنې پيدا شوې دي. دوي دا انديښنه لري چې په افغانستان کې د ښځو ترلاسه شوې حقوق د سياسي جوړ جاړېو قرباني نه شي.

ورځپاڼه وړاندې ليکي، د علماء و د شورا له مقررو د ولسمشر کرزي ملاتړ هم ښايي د دې لپاره وي چې د ده حکومت طالبانو ته ډير د منلو شي او يا به هم د ګارډين په باور حامد کرزي په دې ډول غواړي چې طالبانو ته د خبرو اترو ورونه نور هم پرانيزي.

که څه هم ولسمشر کرزي ټينګار کوي، چې د علماء و د شورا وړانديزونه له اسلامي شريعت سره سم دي او د همدې لپاره يې ده تاييد کړې، خو د ښځو د حقونو فعالان په افغانستان کې وايي، ولسمشر کرزي غواړي هغه حقوق چې د ښځو لپاره د افغانستان په اوسنيو قوانينو کې شته هغه د سولې د خبرو قرباني کړي. ټول په دې باور دي چې د مدني قوانينو په ارتباط بايد ولسمشر کرزي د اساسي قانون پر پله پل کيږدي.

وال ستريت ژورنال:

وال ستريت ژورنال هم همدغه د ښځو د حقونو پر مسالې مقاله لري. دغه امريکايي ورځپاڼه ليکي، له افغانستانه د بهرنيو محاربو ځواکونو د وتلو د مهالويش له را رسيدو سره افغانستان په شا ځي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د فعالانو او ملاتړېو په نظر ليکي، چي د علماء و د شورا د مقررو ملاتړ د ولسمشر له لورې تر ډيره يو سياسي اقدام دی نه ديني.

دغه ورځپاڼه د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلنټن په وينا څرګندوي چې طالبانو ته د سولې لپاره د لاس غځول به کله هم په دې بييه نه وي چې په افغانستان کې به ښځې خپل ترلاسه کړي حقوق پکې له لاسه ورکوي.

وال ستريت جورنال ورځپاڼه د خپلې مقالې په يوې برخې کې د يو شمير سياسي څيړونکو په وينا دا هم ليکي چې د افغانستان له ښارونو بهر په کليو او بانډو کې چې کوم غير انساني او ظالمانه چلند له ښځو سره کيږي، ښايي د اسلامي شريعت له پلي کيدو سره چې د افغانستان د علماء و شورا يې وړانديز کړي، ښځې ګټه وکړي او د دوي ډيرې ستونزې راکمې کړي.
XS
SM
MD
LG