د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ولسي جرګه: بدخشان ته دې ژر ترژره مرستې واستول شي


ولسي جرګه
ولسي جرګه
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي وایي، د طبیعي پیښو له امله په سیمه کې خلک د مرګ له خطر سره مخ دي.

دوی وایي، په دې وروستیو کې شاوخوا دوه سوه تنه نارینه، ښځې او ماشومان برف کوچونو لاندې کړي، چې تراوسه د څه باندې څلویښتو مړي موندل شوي دي.

په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازیو د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې نن د پیښې دریمه ورځ ده، خو تراوسه پورې ورسره یوې دولتي یا غیردولتي موسسې هم مرسته نه ده کړې.

په جرګه کې د بدخشان ولایت د خلکو استازې فوزیې کوفي وویل:

″د حوت په څوارلسمه د شیکۍ او نسۍ په ولسوالیو کې لوی برف کوچ راغی، یوسلو نهه نوي تنه ورلاندې شول، تراوسه ځنې ۴۴ مړي ایستل شوي، موږهیله لرله، چې حکومت مخکې له مخکې په سیمه کې د اړتیا وړ مواد او د ژغورنې ډلې ځای پرځای کړي، خو دا کار تراوسه نه دی شوی. موږغواړو حکومت اوبهرنۍ موسسې دې سیمې ته بیړنۍ مرسته ورسوي.″

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازیو وویل، همدا اوس دولایت د څوارلسو ولسوالیو لاری له مرکزسره پرې شوي او معلومه نه ده چې هلته به طبیعي پیښو خلک له کومو ستونزو سره مخ کړي وي.

دوی وویل، احتمال لري، چې د موسم راتلونکي اورښتونه په کې نورې مرګونې پیښې هم رامنځ ته کړي.

دوی په دغو حالاتو کې د حکومت د مربوطو ادارو او بهرنیو موسسو له تدابیرو راضي نه وو.

د طبیعی پیښو سره د مبارزې اداره وایي، دوی دا مکاناتو ترحده هڅې کړي او کوي، چې زیانمو شویو سیمو ته مرستې ورسوي.

د دې ادارې ريیس ډاکټر دایم کاکړ ازادي راډیو ته وویل:

″کله چې پیښه رامنځته شوه، څو ساعته وروسته د نږدې کلیو خلک ورغلي بیا د امنیه قوماندانۍ پولیس ورغلي، درې تنه یې ژوندي ایستلي او څه باندې څلویښت مړي یې راایستلي دي، موږ خوراکي اوغیر خوراکي مواد لرو، خو لارې بندی دي.

د دفاع له وزارت او ایساف نه مو طیارې غوښتي او مواد به د هوا له لارې ورورسوو، هیله ده طیارې ژرترژره موږ ته راکړل شي.″

ښاغلي کاکړ وویل، دوی زیانمنو شویو کورنیو ته د ضرورت وړ مواد تیار کړي او ژر به یې د دفاع د وزارت یا د ایساف په طیارو هغو ولسوالیو ته ورسوي.

بدخشان یوه غرنۍ سیمه ده، اوه ویشت ولسوالۍ لري، اکثره یې په غرونو کې پرتې دي او په واورو کې د ډیرو لارې بندیږي.

افغان چارواکي وايي، دوی سیمې ته هرکال تدابیر نیسي، د خلکو د ضرورت وړ مواد ساتي خو د لارو د بندیدو او د ځمکني او هوایي ټرانسپورټ د نه امکاناتو له امله، نه شي کولی، چې مرستې پر وخت زیانمنو شویو ته ورسوي.

خلک وایي، د دې لپاره هرکال د ورته پیښو مخنیوی شوی، دولت باید د دې سیمې لارې او سړکونه جوړ او ترڅنګ یې هوایي ټرانسپورټ فعاله کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG