د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

دښځو په اړه د عالمانو د شورا وروستۍ پرېکړه یو شرعي نظر دی


ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان جمهور ریيس وایي، د هېواد د عالمانو د شورا په وروستۍ اعلامیه کې، د ښځو د ملاتړ اسلامي اصول او ارزښتونه بیان شوي دي.

جمهور ريیس کرزی په دې باور دی، هغه څه چې په دې اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان یې مني.

جمهور رییس کرزي چې د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې یوی خبري ناستې ته خبرې کولې، د هیواد د عالمانو د سراسري شورا د اعلامیې په هکله یې وویل:

″د افغانستان د عالمانو شورا محدودیت نه دی وضع کړی، تیره جمعه هغوی په خپله اعلامیه کې چې میاشت په میاشت خپریږي، د ښځو د حقونو او ملاتړ په هکله اسلامي اصول او ارزښتونه بیان کړل، دا زموږ د هېواد شرعي نظردی او ټول مسلمانان او افغانستان ورته پابند دي.″

د عالمانو د شورا داعلامیې په یوې برخې کې راغلي، چې، ښځې دې په مختلفو ټولینزو چارو لکه دفتر، بازار او د ژوند په داسې نورو فعالیتونو کې، پردیو نارینه وو سره، له نږدې کېدو ډډه وکړي.

دا اعلامیه د جمعې په ورځ د جمهوري ریاست له لارې رسنیو ته ورسیده
په دې کې له پردي نارینه سره د سفر په نه کولو هم تاکید شوی دی.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون دا اعلامیه د قانون خلاف ګڼي او وایي، چې دا هڅې د ښځو اسلامي کرامت ته زیان رسوي.

د دې کمیسیون یوه کمیشنر احمدضیا لنګري، د سې شنبی په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې له اعلامیې سره مخالفت وښود او ویې ویل:

″په هیڅ اسلامي هېواد کې موږ دا مثال نه وینو، چې ښځې دې، په هغه ځای کې چې نارینه په کې دي، نه اوسي، خبرې دې هم ورسره نه کوي او په دفتر کې دې کار هم ورسره نه کوي، په سعودي عربستان کې هم داسې قید نشته، که ښځې دومره محدودې کړو، په حقیقت کې د دوی انساني کرامت ته زیان رسیږي.″

ښاغلي لنګري وویل، د هیواد د عالمانو د سراسري شورا دا اعلامیه الزامي نه ده او ښځې په دې برخه کې اندیښنه نه کوي.

دعالمانو د شورا له دې اعلامیې سره یوازې د بشر د حقونو کمیسیون مخالفت نه دی ښودلی؛ بلکې د ولسي جرګې ځینو غړو یې هم مخالفت کړی دی.

د ولسي جرګې ځیني غړي وایي، د عالمانو شورا په دې حرکتونو غواړي، چې په هیواد کې د طالبانو فکرونه دود کړي.

د عالمانو شورا دا انتقادونه ردوي او وایي، چې له نارینه وو څخه د ښځو په لیري والو د دې له امله تاکېد شوی، چې په ټولنه کې د ښځوعفت او پاکي زیانمنه نه شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG