نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې لیکلي، چې د باګرام پوځې اډې کې د قران کریم د سوځولو له وجې د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکي همکارۍ د تړون د لاسلیک په کار کې خنډونه نور هم زیات شوي دي.
ورځپاڼه لیکي، په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفير ″راین کراکر″ او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ″جان الن″ له جمهور رییس حامد کرزي سره په وروستۍ کتنې کې؛ هغه ته دا پیغام ورساوه، چې متحده ایالات غواړي، د دغه تړون د لاسلیک کولو چارې باید چټکې شي.
د جمهوري ریاست ویاند د دغو مشرانو خبرې ګتورې وبللې او دا یې هم ومنله چې په مذاکرو کې د ستراتیژیکي همکارۍ په تړون بحث وشو، خو وایي، دا په دې معنی نه ده، چې د تړون په اړه ګوندې بحثونه ختم شوي دي. د ده په وینا، د افغانستان حکومت په دې اړه غور کوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، یو شمېر کسان په دې باور دي، چې د امریکا او افغانستان تر منځ فاصله زیاته شوې او وروستۍ پیښې د زیاتو مشکلاتو د رامنځ ته کېدو سبب شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د امریکا له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو په کار کې پرمختګ شوی، خو په دې اړه خبرې دوام لري.
ایرو اشیا ویو:
ایرو اشیا وویو خپرونې په وروستۍ ګڼې کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې راغلي:
″له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نیټې په نږدې کېدو سره امریکا او انګلستان د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره د افغانستان د شمالي ولایتونو پر لارو، چې تر ډېره حده د مرکزي آسیا له هیوادونو څخه تیرېږي، فکر کوي.″
خپرونه زیاتوي، انګلستان په دې اړه یو ګام پر مخ تللی او خپل جګ پوړي پوځيان یې د سیمې هیوادو ته استولي دي.
خپرونه لیکي، د انګلستان حکومت په دې کار کې په یو لړ محدودیتونو هم سترګې پټې کړې او حتی حاضر شوی، چې له ازبکستان سره هم معامله وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو په ازبکستان کې د بشري حقونو د ناوړه حالت له وجې د اسلام کریموف له رژیم سره راکړه ورکړه بنده کړې ده.
خو انګلستان په دې باور دی، له افغانستان څخه د دوی د ځواکونو او تجهیزاتو د انتقال مساله مهمه ده او دوی مجبور شوي، چې د ازبکستان له رژیم سره اړیکې ټینګې کړي.
انګلیس چارواکي وایي، له افغانستان څخه د وتلو پر مهال به یوه اندازه مهمات او جنګي وسایل د مرکزي آسیا هیوادونو ته ورکړي تر څو دا هېوادونه ورباندې د خپلو پولو په اوږدو کې د نشه یي موادو د قاچاق په مخنیوي کې کار واخلي.