د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

د امریکا سره د ستراتیژیک سند په اړه خبرې کیږي


د امریکا سره د ستراتیژیک سند په اړه خبرې کیږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

د پولنډ جمهور رییس وویل، چې د هیواد ځواکونه به یې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پاتې وي، خو له هغې وروسته به هم پولنډ په بیلابیلو برخو کې له افغانستانه ملاتړ ته دوام ورکړي. برونیسلاو کوموروسکي وویل، چې د هېواد عسکر به یې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د افغان ځواکونو د روزنې په ماموریت کې هم خپل رول ته دوام ورکړي. نوموړي چې د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې له جمهور رییس حامد کرزي سره له کتنې وروسته په یوه ګډ خبری کنفرانس کې وینا کوله په دې اړه وویل: ″په عین وخت کې زه غواړم ډاډ ورکړم، چې په افغانستان کې زموږ له پوځي ماموریت نه وروسته پولنډ غواړي، چې په دې هیواد کې بیا هم پاتې شي او ستاسو له ملت نه په بیلابیلو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. موږ به اوس او له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته هم په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې بوخت اوسو.″

XS
SM
MD
LG