د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۸

"امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه پرمختګونه شوي"

که څه هم په ځینو رپورټونو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په سر د مذاکراتو د ځنډ خبره کیږي، خو افغان ولسمشر هیله مند دې، چې په دې اړه کیدونکې خبرې به مطلوب نتایج ولري.

ولسمشر حامد کرزي په کابل کې خبریالان وویل، چې له امریکايي چارواکو سره مذاکرات دوام لري او افغان دولت په دې هڅه کې دی چې یوې ښې نتیجې ته ورسره ورسیږي.

ښاغلي کرزي وویل، چې د ستراتیژیکو اړیکو د سند په اړه د وروستۍ اونۍ په مذاکراتو کې هم پرمختګونه شوي دي:

"په دې وروستۍ اونۍ کې په دې اړه پرمختګونه شوي دي، تیره ورځ مو بیا هم مذاکرات درلودل، پوښتنې مو درلودلې او په هغې کې مو د صراحت غوښتنه کړې.

پرمختګ شوی، خو افغانستان هڅه کوي چې لا ډیر پرمختګ وشي، تر څو له هره پلوه موږ ډاډ حاصل کړی وي، مذاکرات جریان لري."


د افغانستان ولسمشر په ډاګه نه کړه، چې وروستي مذاکرات د امریکا له کومو چارواکو سره شوي او نه یې هم د شوېو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

خو د ستراتیژیک سند په اړه د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ د اختلاف تر ټولو سخت ټکي هغه دوه شرایط دي چې افغان دولت پرې ټینګار کوي.

دغه دوه شرايط افغان دولت ته د بګرام د زندان سپارل او د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو بندیدل دي.

افغان ولسمشر د سې شنبې په ورځ په خپله خبري ناسته کې د ازادۍ راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې یو ځلې بیا د افغان دولت په دې شرایطو ټینګار وکړ:

"هو افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره خپل شرایط لري او هغه شرایط د افغانستان د دودیزې لویې جرګې له خوا دولت ته وړاندې شوي دي.

د امریکا له حکومت سره په هغو کار کوو، د دې شرایطو مهم یې هغه دي چې تاسو ورته اشاره وکړه، افغانستان ته په بشپړه توګه د بګرام د زندان سپارل او د شپې د عملیاتو بندیدل."


که څه هم تر اوسه روښانه نه ده، چې امریکا به د افغان حکومت دا شرایط ومني او که نه، خو د دغه هېواد سناتورانو بیا د روان میلادي کال د مې په میاشت کې د شیکاګو له سرمشریزې مخکې د دغه تړون په لاسلیکولو ټینګار کړې.

په کابل کې د امریکا پوځي چارواکي د شپې عملیاتو د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې کې ډیر مهم بولي او همدا راز وايي، چې تر اوسه پورې افغان ځواکونه د بګرام د زندان د بشپړ مسئولیت اخیستلو ته چمتو نه دي.

خو افغان حکومت په هیواد کې د بهرنیانو له خوا د زندانونو تړل کیدل او د شپې د عملیاتو بندیدل په ملي حاکمیت پورې تړلي مسئلې بولي.
راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG