د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

ناټو له روسيې څخه د همکارۍ د پراختيا هيله وکړه


د ناټو عمومي منشي انډریس فوغ راسموسین
د ناټو عمومي منشي انډریس فوغ راسموسین
ناټو تمه لري، چې له روسيې سره به د ولاديمير پوتين له برياليتوب وروسته اوس خپلو دوه اړخيزو همکاريو ته دوام ورکوي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن په بروکسل کې خبريالانو ته وويل، زه داسې هيله لرم، چې د روسيې او ناټو تر منځ به همکارۍ پراخې شي.

راسموسن زياته کړه، چې هيله لري، چې د مې په مياشت کې به ولاديمير پوتين په شيکاګو کې د ناټو د غړيو هيوادو د مشرانو په غونډه کې هم برخه واخلي.

″ سره له دې چې په شيکاګو کې د روسيې او ناټو غونډې ته انديښنه شته، خو دا به وار له مخه خبره وي، چې سر له اوسه يې اټکل وکړو. زه فکر کوم، چې موږ به د ناټو او روسيې غونډه لرو، په دې شرط چې موږ د توغنديو د دفاعي سيسټم په برخه کې پر يوې پريکړې موافقه وکړو، که داسې ونه شي، بيا به نو غونډه نه وي، دا ښکاره ده.″

خو راسموسن پرون دا هم وويل، چې د شيکاګو غونډه به د مسالې پای نه وي، موږ به له روسيې سره خپلو خبرو او مشورو ته تر هغه وروسته هم دوام ورکړو.

ټاکل شوې ده، چې ولاديمير پوتين به د مې په مياشت کې د ولسمشرۍ لوړه پرځای کړي او بيا به د شپږو کلونو لپاره د روسيې ولسمشر وي.

په شيکاګو کې د ناټو د مشرانو د غونډې په اړه په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سايمن ګيس ازادي راډيو ته وويل؛ چې په دې سرمشريزه کې د افغان امنيتي ځواکونو د شمير او مالي لګښت د څرنګوالي په اړه مهمې پريکړې کيږي.

د ناټو د ملکي استازي په وينا د ناټو د مشرانو په غونډه کې پر دې خبرې کيږي، چې تر دوه زره څوارلسم ميلادي کال وروسته به د افغان ځواکونو شمير څومره وي او د هغوی د مالي لګښت پر څرنګوالي هم خبرې کيږي.

د ناټو يو شمېر غړيو هيوادو د دوه زره څوارلسم ميلادي کال تر پايه د منځنۍ اسيا او روسيې له لارې د خپلو وسايطو د ايستلو په اړه خبرې پيل کړې دي.

وروسته تر دې چې د ليندۍ په لومړۍ اونۍ کې ناټو ځواکونو په مهمند ايجنسۍ کې بمباري وکړه او څلرويشت پاکستاني عسکر يې ووژل، پاکستان په افغانستان کې پر بهرنيو ځواکونو د خپلې خاورې له لارې اکمالات بند کړل.

د اټکلونو له مخې په افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځيانو ته اوس په سلو کې پنځه اويا غيرپوځي وسايل د شمال د توزيع د شبکې له لارې انتقاليږي چې له لاتويا پيليږي، له روسيې، قزاقستان او ازبکستانه تيريږي.

روسيه او ناټو د افغانستان په برخه کې له نژدې همکاري کوي. روسيې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لپاره د خپلې خاورې له لارې د اکمالاتو زمينه برابره کړې ده او روسيه د افغانستان د مخدر مواد پر ضد افغان ځواکونه روزي.
XS
SM
MD
LG