د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

"تل به په امنيتي مسلو کې د اسراييلو ملاتړي یو"


د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما او د اسراييلو صدراعظم بنيامين نتن ياهو
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما او د اسراييلو صدراعظم بنيامين نتن ياهو
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما پرون په واشنګټن کې د اسراييلو صدراعظم بنيامين نتن ياهو ته وويل، امريکا به تل په امنيتي مسلو کې د اسراييلو ملاتړ وکړي.

اوباما او نتن ياهو مخکې تر دې چې په سپينه ماڼۍ کې د بندو دروازو تر شا خبرې پیل کړي، خبريالانو ته څرګندونې وکړې.

د امريکا او اسراييلو مشران په داسې حال کې په خپلو کې خبري کوي، چې د ايران او اسراييلو ترمنځ کړکېچ مخ پر زياتېدو دي او اسراييل د ايران د اتومي تاسيساتو د ويجاړولو لپاره د ايران په اسلامي جمهوريت کې د پوځي حملې د احتمال په اړه خبرې کوي.

ايران هم اسراييلو ته د بريد خبرداری ورکړی.

اوباما د اسراييلو صدراعظم ته وويل، چې په دې کې د امريکا ملي ګټې خوندی دي چې ايران د اتومي وسلو جوړولو ته پرې نږدي:

«موږ د نړۍ په يوه ډیره ناکراره سيمه کې د اتومي وسلو سيالي نه شو ليدلی.

موږ نه غواړو، چې د تروريستانو لاس ته اتومي وسلې ولوېږي او نه غواړو هغه رژيم، چې د دولتي تروريزم ملاتړ کوي، دا احساس کړي چې د اتومي قدرت په مټ لا په خلاص لاس او ازادۍ سره عمل کولی شی.

همدا علت دی، چې موږ سختې هلې ځلې وکړې چې پر ايران تر بل هر وخت کلک بنديزونه ولګوو.»

اوباما په عين حال کې وويل، چې لا هم له ديپلوماتيکو لارو د کړکېچ د پای ته رسولو امکان شته خو اوس د دې انتخاب د ايران په لاس کې دی.
XS
SM
MD
LG