د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

″افغان ماشومان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي″


په افغانستان کې له نیمايي څخه زیات ماشومان چې عمرونو یې له ۵ کالو څخه ټیټ دي، په بې ساري توګه د خوارکي موادو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

په راپور کې لیکل شوي دي، چې سره له دې چې له جنګ ځپلي افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستي شوي دي، خو په دې هیواد کې کوچنیان تر بل هر ځای د خوړو د دوامداره کمښت عذاب ګالي.

په دې هېواد کې د نړیوال بانک د څانګې مؤقتي مشره ″جوزفین باسینیټ″ وايي:

″جګړه په افغانستان کې ډيره ګرانه تمامه سوې ده، په دې هیواد کې د دوامدارو شخړو له امله بهرني مرستې ولایتونو ته په غیرمتناسبه توګه رسیدلې دي، یعنې د مرستو ډير تمرکز په هغو ولایتونو کې دی، چېرې چې ډير عسکر او شخړې دي.″

خو په راپور کې داسې تحلیل شوی دی، چې د فقر غربت او بې امنیو سطح د نارامو ولایتونو به تناسب په ارامو ولایتونو کې ډيره ده.

نوموړي مستحقو او تر ټولو غریبو سیمو ته د مرستو پر رسولو ټینګار وکړ.

له بلې خوا د افغانستان د اقتصاد وزیر “عبدالهادي ارغنديوال” وايي، دا دا ډېره د خواشینۍ خبره ده، چې په افغانستان کې ماشومان د اوس تر ټولو آسیب پذیره قشر دی. په داسې حال کې چې د ماشومانو ژوند په اساني ژغورل کیدای شي، خو دلته د هغوی ژوند په خطر کې دی.

د افغانستان حکومت ژمنه کړې وه، چې د نړیوالې ټولنې په مالي او تخنیکي ملاتړ به د هېواد د بې وزلو سره د مرستې یو منظم پروګرام منځ ته راوړي.

په تیرو لسو کلونو کې وروسته له هغه چې د نیویارک پر تجارتي مرکز تروریستي حمله وشوه، د امریکا په مشري نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ړنګ کړ.

لویدیځو هیوادونو په تیرو لسو کلنو کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستي وکړي، خو په حکومت کې چې د لویدیځ له لوري یې ملاتړ کېږي، لاتر اوسه په لوړه کچه د اداري فساد تورونه موجود دي.

د حامد کرزي د حکومت پر ضد د طالبانو جګړه دوام لري او ملکي خلک تر زیات فشار لاندې دي، طالبان سخته چریکي جګړه پرمخ بیايي. د تیرکال په جګړه کې زیات شمېر ملکي خلک ووژل شول.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دا پنځم کال دی، چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه مخ پر زیاتیدو ده.

په تیر میلادي کال کې د ملکي کسانو د مړینې شمېر ۳۰۲۱ و، خو وړم کال په دې ډول شخړو کې ۲۷۹۰ کسان وژل شوي وو، دا شمېره اته په سلو کې زیاتوالی ښيي.
XS
SM
MD
LG