د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د افغانستان او امريکا ترمنځ ستراتيژيک سند ځنډېدلی


راپورونه وايي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند لاسليک د يو لړ شرطونو له کبله ځنډېدلي دي.

د افغانستان او امريکا د ستراتيژيکو همکاريو د سند لاسلیکېدا د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره د امريکا د همکارۍ د دوام لپاره خورا مهمه ده.

افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو د سند د لاسليکولو د يوه شرط په توګه له امريکا او ناټو غواړي چې د شپې په مخه د افغانانو پر کورونو حملې بندې کړي او د افغانستان په داخل کې د هغو محبسونو د سپارلو وخت وټاکېچې اوس د امريکايي پوځيانو تر کنټرول لاندې دي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه مقام وويل چې په خبرو کې خنډ د دواړو خواوو ترمنځ ستراتيژيکې همکارۍ له خطر سره مخامخولي شي.

د دواړو خواوو اړيکې په وروستيو کې د قرآنکريم د نسخو د سوځېدو پرسر هم ډېرې ترينګلي شوي دي.

د افغانستان د حکومت يوه جګپوړي مقام رويټرز خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان د حکومت چارواکېپر امريکايانو ډېر فشار راوړي چې د بګرام د هوايي اډې محبس وروسپاري چې قرآنکريمونه پکې سوځېدلي وو.

ده وويل د امريکا د متحدو ايالتونو حکومت فکر کوي چې افغان حکومت د دغه محبس د ساتلو وړتيا نه لري او يا نړيوال معيارونه نه شي پوره کولي.

امريکايان همداراز ټينګار کوي چې د شپې په مخه عمليات نه شي بندولي ځکه چې دا عمليات د وسله والو مخالفانو پرضد تر ټولو ښه وسيله دي.

د دغه افغان مقام په وينا د امريکا د متحدو ايالتونو حکومت باور لري چې افغان ځواکونه لا دې ته چمتو نه دي چې له امريکايي پوځيانو د شپې عمليات په غاړه واخلي.

په کابل کې د امريکا د سفارت ويندوي ګاوين سنډوال وويل چې ممکن تړون ونه شي.

ده په ويوه خبرپاڼه کې ويلي:

«موږ تل ويلي تر يوې هسې موافقې يوه ښه او سمه موافقه بهتره ده.»
XS
SM
MD
LG