د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

ټولو کاندید وزیرانو له ولسي جرګې څخه د باور رایې واخستې


د ولسي جرګې له خوا د کابینې پاتې غړو ته د باور رایې د ورکولو په بې ساري بهیر کې ټول کاندید وزیران په دې وتوانیدل څو د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.

دغه کاندید وزیران چې شمیر یې نهو تنو ته رسیدو د تیرې اونۍ په پیل کې د ولسمشر د دویم مرستیال له خوا ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستلو لپاره معرفي شوي وو.

د ولسې جرګې ريیس عبدلروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ کاندیدو وزیرانو ته د باور رایې د ورکولو بهیر په پای کې د دغه بهیر نتایج داسې اعلان کړل.

″محترم امیرزی سنګین ۱۹۰ د تایید رایې، ثریا دلیل ۱۹۹ تایید رایې، حسن بانو غضنفر ۱۹۱رایې، حسن عبدالهي ۲۰۷ رایې داوود علي نجفي ۱۷۹رایې عبید الله عبید ۱۹۹رایې محمد اسماعیل خان ۱۷۵رایې نجیب الله اوژن ۲۰۷رایې او په پای کی ویس احمد برمک ۲۱۲ د تایید رایې وګټلی، چې له خدای څخه ټولو ته بریا غواړم″

د ولسي جرګې له خوا د باور رایې د ورکولو بهیر په داسې حال کې بشپړ کړ، چې له دې مخکې په دې جرګه کې شتو ستونزو ته په اشارې داسې ګنګوسې وي، چې ممکن د رایې ورکولو بهیر له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

خو د ولسي جرګې لومړی منشي عبدالستار خواصي د باور رایې بهیر پایلو ته په اشارې دغه ګنګوسې رد کړي او په دې اړه یې وویل:

″زه تا توطیه ردوم، چې دلته قومي حرکتونه کیږي، پولي معاملات دي. تاسو ولیدل، چې دلته داسې وزیران هم شته چې د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري خو نن یې دوسوه رایې ترلاسه کړې.″

په تیرو شاوخوا دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د افغان ولسمشر د کابینې ټول غړي له ولسي جرګې نه د باور رای ترلاسه کوي.

افغان ولسمشر وروسته له هغې، چې د دویم ځل لپاره ولسمشر انتخاب شو، څو څو وارې د کابینې غړي پخوانۍ ولسي جرګې ته وروپيژندل، خو له جرګې سره د شتو اختلافاتو له کبله اکثره کاندید وزیران رد شول.

خو په اوسنۍ ولسي جرګه کې هم ځینې وکیلان دا انتقاد کوي، چې کاندیدو وزیرانو د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره پراخ کمپاینونه او له وکیلانو سره یې معاملې کړي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG