د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۴

"هر حکومت مسول دی چې د سولې او جګړې په اړه پریکړه وکړي"


نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ځانګړې مقالې لیکلي چې لنډیز يي فرشتې جلالزې برابر کړی.

انډیپندنټ:

د بریتانيې چاپ انډیپندنټ په یوه مقاله کې د افغانستان د حالاتو په اړه لیکې چې، د هر حاکم حکومت مسولیت دی چې د سولې او جګړې په اړه پریکړه وکړي او دلایل ورته برابر کړي خو صدراعظم ډیویډ کامیرون د افغانستان د مسلې په ارتباط ډير کار نه کوي.

د سپټمبر د یولسمې تر خونړېو پيښو وروسته په افغانستان پوځي حمله وشوه.

دې د ملت جوړونې معنی نه درلوده بلکه دلیل یې د افغانستان ژغورل وو، ترڅو یو وار بیا د سخت دریځواو افراطي ډلو په ځاله بدل نه شي.

انډيپندڼت لیکلي: جدي خطرونه لاهم شته. غربي دولتونه په یوه غږ له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو نیټې اعلانوي.

یو وار د کابل او اسلام اباد او اسلام اباد واشنګټن روابط هم ډير ناوړه حالت ته را ورسیدل.

د بن وروستی کنفرانس هم تر ډيره حده د یوې ناکامې هڅې مثال ګڼل کیږي.

د افغان ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د نفوذ په نتیجه کې د مرګونو پيښو شمیر مخ په زیاتیدو دی او داسې اندیښنې وار په وار ډيریږي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنیت د تامین لپاره د چارو د مسولیت اخیستلو ته تیار نه دي.

انديپنډینت لیکي، چې دې ټولو مسایلو ته په کتلو، ویل کیدای شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وخته مخکې وتل به ډير خطرناک وي او د دې ولس د راتلونکې، نازک حالت تهدیدولای شي.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا یوه واقعي اندیښنه ده چې د بریتانیې حکومت غواړي چې د خپلوعسکروایستل د وضعیت د څرنګوالي پراساس نه بلکه، د جنتري پر مخ د ټاکلو نیټو پر اساس تنظیم کړي.

شیکاګو تربیون:

د شیکاګو تربیون ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې د وروستیو مظاهرو په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د ماموریت په اړه تبصره کړې ده.

افغانان مظاهرې کوي او امریکايي عسکر د هغوي د افغان متحدینو له خوا ویشتل کیږي او وژل کیږي، طالبان د نفوذ په حال کې دي او په پوځي عملیاتو کې د ملکې تلفاتو شمېر تیر کال تر بل هر وخت زیات وو.

کله چې افغانان د قران مجید د سوځيدلو د پيښې په ضد لارو سرکونو ته را ووتل، د دوی قهر یوازې د مسلمانانو د کتاب د سوځيدو په خاطر نه وو.

د دوي د قهر شاته د امریکا او افغانستان ترمنځ فلجیدونکې روابط وو چې دلیل يې فرهنګی اختلافات، د امریکا سترې هیلې او دا ده چې زیات افغانان د امریکا له پوځي حضور سره خوشاله نه وو.

شیکاګو تربیون لیکي، چې زیات شمېر افغانانو حتی د سپټمبر د یولسمې د حملې په اړه څه نه دي اوریدلي او ان د حکومت له خوا ټاکل شوې د سولې د عالي شورا مرستیال وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې فکر نه کوي چې القاعده به د سوداګرۍ د نړیوال مرکزباندې په حمله کې لاس درلود.

ورځپاڼه پوښتنه کوي : په داسې وضعیت کې موږ له دې خلکو څه توقع کولای شو چې کله یې بهرني ځواکونه هېواد ته ورشي او کله ناکله ملکي خلک وژني او زخمیان کړي؟ او یا دا چې خلک اوري چې همدا کافران قران سوځوي؟

ورځپاڼه وايي، چې امریکاييانو په افغانستان کې د دښمن د له منځه وړلو لپاره خپل تعهد هغومره نه وو ټینګ کړی چې اړتیا یې وه ځکه جمهور ریس بوش په عراق کې د پوځي ماموریت په خاطر له دې پام اړولی وو.

له همدې امله طالبان پاتې شول او ان په قوت بیرته را وګرځيدل. کله چې جمهور ریس اوباما افغانستان ته د پيسو او عسکرو د استولو پریکړه وکړه، ښايي د افغانانو حوصله ختم ته نږدې شوې وه.
XS
SM
MD
LG