د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

"دا مهال 69 په سلو کې افغانان د بې وزلۍ له ستونزو سره مخ دي"


د افغانستان د اقتصاد وزارت او نړېوال بانک په خپل دې رپورټ کې د افغانستان خلک لا هم د خوراکي موادو د نه خوندیتوب له ستونزې سره مخ بللې.

د دې راپور له مخې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له ستونزې سره اتیا سلنه هغه خلک مخ دي، چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال د یکشنبې په ورځ د همدې رپوټ په هکله چې په کې د افغانانو اقتصادي وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی وو، خبریالانو ته معلومات ورکړل:

"د دې رپوټ تحلیل داسې دې چې شاوخوا نهه شپیته سلنه بی وزله خلک د خوړو له خوندیتوب نه برخمن نه دي، د افغانستان نهه ویشت سلنه وګړي نشي کولای خپله د اړتیا وړ کالوري تر لاسه کړي او په افغانستان کې د ماشومانو خوار ځواکي په نړی که تر ټولو لوړه کچه ښيي او څلور پنځوس سلنه هغه ماشومان چې له پنځو کلونو یې عمر ټیټ دی له نارملې ودې بې برخې دي."

په رپورټ کې ویل شوي، چې له دې حالته تر ډیره هغه میندې او ماشومان زیانمنیږي، چې په لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک استازې میرمن جوزف باسنټ خبریالانو ته وویل چې په تیرو لسو کلونو کې د نړیوالو مرستې په سمه توګه خلکو ته نه دي رسول شوي:

"په هغو سیمو کې، چې د خوراکي موادو خوندیتوب پکې نشته په تیرو لسو کلونو کې ډیره لږه مرسته ترلاسه کړې.

زه په دې باور یم، چې لکه څرنګه، چې مونږ مخکې ځو او افغانستان د چارو مسؤلیت په غاړه اخلي دا به افغان حکومت ته ډیره مهمه وي، چې له نړیوال بانک او نورو مرسته کوونکو سره په ګډه کار وکړي، څو دا باوري کړي، چې مرستې غریبو ته رسیږي او په ځآنګړې توګه د خوراکي موادو نه خوندیتوب له منځه وړل کیږي."


د میرمن باسنټ په وینا باید افغان دولت ددې ستونزې په له منځه وړلو کې جدي اقدام وکړي.

په افغانستان کې له ډیره وخته دې ستونزې ته اشاره کیږي او څو څو وارې پدې اړه په خپرو شویو رپورټونو کې خبردارې هم ورکړل شوې، خو د اقتصاد وزارت اوس ورته ملا تړلې.

حال دا، چې د کتونکو په وینا دا اقدام باید ډیر پخوا شوې وای، څو خلک د خوراکي موادو د خوندیتوب په اړه له موجوده ستونزو ژغورل شوې وای.
XS
SM
MD
LG