د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

لویه څارنوالۍ له سناتورې فوزیه سادات څخه تحقیقات پیلوي


د افغانستان د مشرانو جرګې ودانۍ
د افغانستان د مشرانو جرګې ودانۍ
د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې ټاکل شوې، چې له سناتورې فوزیه سادات نه، چې د سړي تښتوونکو له یوې ډلې سره د اړیکو په ساتلو تورنه ده، دا تحقیقات په ملي شورا کې وشي.

د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې د سړي تښتوونکو د دې ډلې مشري د صمد په نامه یو کس کوي، چې ویل کیږي، د میرمن سادات ورور دی.

د لویی څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې مشرانو جرګې له میرمن سادات څخه د تحقیقاتو لپاره د شنبې په ورځ ټاکلې او تمه ده، چې د دوی مستنتقین له ماسپښین وروسته ملي شورا ته ورشي او له نوموړې ته پوښتنې ګرویږنې وکړي.

″له مشرانو جرګې سره همدا فیصله شوې وه، چې د شنبې له ورځې چې همدا نن ورځ ده، موږ به خپل کار شروع کوو. کیدای شي د مشرانو جرګې تر دې دمه ورسره ځینې خبرې درلودې چې ورسره کړې به یې وي، څو دا د تحقیق لپاره اماده شي. خو دا به نن معلوم شي، چې دا به د تحقیق لپاره اماده وي او کنه؟″

له دې مخکې هم له میرمن سادات د ملي امنیت په څارنوالۍ کې تحقیقات شوي او له پوښتنو ګرویږنو وروسته بیرته پریښودلې شوه.

له دې تحقیقاتو مخکې د هیواد لویې څارنوالۍ ویلي وو، چې که په میرمن سادات لګول شوي تورونه سم ثابت شي، نو د قانون په رڼا کې به ورسره چلند وکړي.

د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې د میرمن سادات د ورور په اړه کره شواهد موجود دي، چې د هغې څلور کسیزه ډلې مشري یې کوله، چې په کابل کې د سړي تښتنونې په پیښو کې ښکیله وه.

موږ هڅه وکړه، څو د کیدونکو تحیقیقات په اړه د میرمن سادات نظر هم راخلو، چې غواړي تحقیقات ورکړي او که نه، خو د دې په موندلو کې پاتې راغلو.

خو له دې مخکې میرمن سادات پر دې لګول شوي تورونه رد کړي وو او د ورور د ښکیلتیا په اړه یی ویلي وو، چې جرم یو فردي عمل دی.

″جرم یو فردي عمل دی، دا په چا پورې اړه نه لري. ورور، خور، پلار او هر چا چې جرم کړی وي، هغه په همده پورې اړه لري او هغه موضوع چې په هغه تور لګېدلی، هغه محکمه ثابتوي، مخکې له یوې محکمې نه هېڅوک نه شي کولای، یو کس په جرم باندې محکوم کړي.″

که څه هم د ملي شورا غړي په بیلابیلو مسایلو تورن شوي، خو دا لومړی ځل دی، چې د دې شورا یوه ښځینه غړي پداسې یوه پیښه کې په لاس لرلو تورنیږي.

له بل لوري ځینې کتونکي بیا په لویی څارنوالۍ انتقاد کوي، چې پدې برخه کې په ځنډ سره اقدام کوي، خو ښاغلي نظري وویل، چې دوی د مشرانو جرګې له پریکړې سره سم چلند کوي.

دا، چې پر دې د جرم له ثابتیدو وروسته به میرمن سادات له څه ډول برخلیک سره مخامخ شي اوس یی اټکل ځکه ګران دې، چې دا په خپل نوعیت کې لومړنۍ پیښه ده.
XS
SM
MD
LG