د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

بریتاینا غواړي د قرغزستان له ټرانزیټي لارې ګټه پورته کړي


د برتانیا د وسله والو ځواکونو وزیر ″نېک هاروې″ د جمعې په ورځ دوشنبې او بشکېک ته د سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د اکمالاتو د شمالي لارې په اړه خبرې وکړې.

وروسته له دې چې پاکستان په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو پرمخ خپلې لارې څو ځلې بندې کړې، د شمال د لارې پراخولو ته پاملرنه زیاته شوه.

لویدیځ د افغانستان شمالي ګاونډیان، ازبکستان او تاجکستان دې ته وهڅول، چې له 2014 کال وروسته چې په پام کې ده د ناټو د ځواکونو لویه برخه له افغانستانه ووځي؛ دوی ته ټرانزیټ لاره ورکړي، خو تاشکند او مسکو وویل، چې یوازې ملکي وسایلو او تجهیزاتو ته به ټرانزیټ لاره ورکړي نه پوځي هغو ته.

هاروي له بشکېک مخکې په دوشنبې کې و او هلته یې د تاجکستان له چارواکو سره پر همدې مساله خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د ګډ سرحد د امنیت په ټینګولو کې د تاجکستان مرسته وکړي:

″موږ په دې قانع یو، چې تاجکستان ته له افغانستان سره د ۱۴۰۰۰کیلومټره ګډ سرحد د امنیت ساتنې ستره دنده ورله غاړې ده. نړیواله ټولنه باید مرسته وکړي، ځکه د دې سرحد امنیت زموږ د ټولو په ګټه دی.″

د ناټو ځینو غړو هېوادونو مخکې ویلي وو، چې د خپلو پوځي تجهیزاتو یوه برخه ښايي له وتلو وروسته په افغانستان کې پرېږدي.

د برتانیا د وسله والو ځواکونو وزیر د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په دې اړه نور وضاحت ورکړ:

″که د آیسف ټول غړي هېوادونه راز راز وسایل پرېږدي، نو افغانانو ته به د ګډوډو تجهیزاتو یوه مجموعه پاتې شي، خو موږ له قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان سره هم بحثونه کوو او ګورو چې آیا په دې تجهیزاتو کې داسې کوم څه شته چې د دوی لپاره ارزښتمن وي.″

د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د برتانیا د وسله والو ځواکونو وزیر ته وویل، چې حکومت به یې د دې لارې چې له تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان څخه تېرېږي پر وړاندیز غور وکړي.

د قرغیزستان دفاع وزارت هم اعلان وکړ، چې حکومت د دې لارې د پراخېدو په اړه څېړنه کوي. قرغیز چارواکي وايي، چې د برتانیا او قرغیزستان ترمنځ، افغانستان ته د پوځي پرسونل او تجهیزاتو د وړوراوړو په اړه مقدماتي توافق پخوا شوی.

خو کارپوهان وايي، د ناټو د غړو لپاره هغه مهال چې خپل ځواکونه له افغانستانه باسي، د تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان لاره ډېر ښه انتخاب نه دی ځکه چې په شمال کې د بالتیک او تورې بحیرې د بندرونو پر لور مهمې لارې د ازبکستان او روسیې له قلمروونو څخه تېرېږي.
XS
SM
MD
LG