د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

په افغانستان کې د وروستیو مظاهرو اصلي لامل څه و؟


وروستۍ مظاهرې
وروستۍ مظاهرې
د ناټوځواکونو له خوا قران پاک ته د شوې برحرمتۍ په غبرګون کې د افغانانو له وروستیو مظاهرو چې مرګ ژوبله هم په کې رامنځ ته شوه بیلابیل تعبیرونه واخیستل شول.

ځینې راپورونه وایي، چې د دغو پراخو مظاهرو لوی لامل په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو په ځانګړې توګه امریکایانو سره د افغانانو کرکه او بدبیني وه.

خو یو شمېر افغانانو ازادي راډیو ته وویل، چې د وروستیو مظاهرو اساسي علت د ناټو ځواکونو له خوا قران پاک ته شوی سپکاوی و.

″۱- زمانوم حکمت الله دی. د افغانستان خلک فضل د خدای مسلمان دي او دغه مظاهرې د قران شریف د سوځېدو په لحاظ وشوې.

۲- دا تظاهرات چې په کابل کې وشول د امریکایانو له خوا د قران شریف د سوځېدو په اړه شوي.

۳ نسیم لیوا یم. دغه مظاهرې چې په افغانستان کې وشوې ټولې د مذهبي احساساتو له مخې وشوې.

۴ زمانوم وحیدالله دی. دغه مظاهرې د دې لپاره وشوې چې امریکایانو په بګرام کې قرانشریف سوځولی دی.

۵- نوم مې رحیم د ننګرهار اوسیدونکی یم. دا مظاهرې د قران پاک د سوځېدو په غبرګون کې وشوې، خو دا په دې مانا نه ده، چې امریکایان دې له هیواده کډې بار کړي.″

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پرضد په راولاړو شویو مظاهرو کې د څلورو امریکایانو په ګډون نږدې څلویښت عام وګړي ووژل شول او لسګونه نورټپیان شول.

په همدې حال کې ځینې راپورونه وایي، چې وروستیو مظاهرو په امریکا کې دا نظرونه زیات کړي دي، چې ځواکونه یې له ټاکلې وخت څخه مخکې له افغانستان څخه ووځي.

ځینې امریکایان په دې باور دي، چې که چیرې افغانان په خپل هیواد کې د امریکایانو له حضور سره مخالف دي، نو ولې دوی په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي؟

له امریکایانو سره دغه اندیښنه په داسې حال کې پیدا شوې، چې په افغانستان کې د یوې وروستۍ سروې له مخې ۶۲٪ فیصده خلک د امریکایانو له حضور څخه خوښ دي.

په ورته وخت کې یو شمیر افغان کتوونکي هم په دې باور دي، چې د وروستیو مظاهرو اساسي علت د ناټو ځواکونو له خوا قران پاک ته شوی سپکاوی و.

د سیاسي چارو کارپوه حاجي داود ازادي راډیو ته وویل، چې په مظاهرو کې تاوتریخوالی د افغانانو د دیني او مذهبي احساساتو نتیجه وه.

″د قران کریم سپکاوي د افغانانو له نظره مردود دی او په دې باندې ډیر زیات خفه کیږي او احساسات څرګندوي، کله چې دغسې یوعمل سهوي یا قصدي کیږي، خلک راوځي او ځانونه اورته اچوي، ځانونه وژني، خو خپل غږونه جګوي.

دوه کاله دمخه په فلورېډا کې د یوې کلیسا مشرانو غوښتل چې قران عظیم الشان ته سپکاوی وکړي او د هغې په نتیجه کې تاسې ولیدل چې په افغانستان کې مظاهرې وشوې او خلک په کې په شهادت ورسیدل.″

حاجي داود وایي، کله چې څو کاله وړاندې په ډنمارک کې د حضرت محمد (ص) کاریکاتورونه جوړ شول هغه وخت هم افغانانو له احساساتو ډکې مظاهرې وکړې.

افغان کتونکی حبیب الله رفیع هم د وروستیو مظاهرو لوی لامل د دیني مقدساتو په وړاندې د افغانانو پاک احساسات په ګوته کوي.

″د افغانستان خلک مخلص مسلمانان دي، د خپل دین په لاره کې یې په میلیونونو سرونه قرباني ورکړي، نو په دې اساس دوی مظاهره وکړه، کله چې د قرانکریم د بې حرمتۍ خبر خپور شو، د ځنګل د اور په شان په ټول هیواد کې د خلکو احساسات راوپارېدل.″

که څه هم د امریکا ولسمشربارک او باما او د دې هیواد نورو لوړ پوړو چارواکو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له خوا قران پاک ته شوې بې حرمتي وغندله او له افغانانو یې بیښنه وغوښته.

خو له دې سره سره هم افغانانو د هیواد په بیلابیلو برخو کې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ او ویل یې؛ چې د پیښې عاملین باید سزا وویني.

له دې سره سم د ناټو یوه لوړ پوړي مقام د چهارشنبې په ورځ په کابل کې وویل، چې له څیړنو وروسته به د دغې پیښې عامیلینو ته به د امریکا د قانون له مخې سزا ورکړي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG