د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

"وروستیو پیښو د افغانستان او نړېوالې ټولنې پر اړیکو اغیز کړی"


په افغانستان کې کلام پاک ته د بې حرمتی د پیښې په تعقیب له پراخو اعتراضونو وروسته که څه هم حالات نورماله شوي، خو د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي خبردارې ورکړ، چې ممکن ځینې کړۍ بیا د شرایطو د خرابولو هڅه وکړي.

یان کوبیش، چې د پنجشنبې په ورځ یي یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې د کلام پاک د سپکاوۍ وروستې پیښې لا د مخه د افغانستان او نړېوالې ټولنې ترمنځ جدي ستونزې رامنځ ته کړي.

ده په خپلو خبرو کې د دې پیښې په جدي توګه د تعقیب سپارښتنه وکړه او ویي ویل، چې ملګري ملتونه دا پیښه که په غلطۍ هم رامنځ ته شوې وي غندي:

"کلام پاک ته د سپکاوۍ وروستۍ پیښې نړېوالو ځواکونو، نړېوالې ټولنې او د افغانستان خلکو ته زیاتې ستونزې راولاړې کړې، چې باید هیرې نه کړو. خو له دې سره بیا هم ځینې کړۍ شته او وي به، چې هڅه کوي ددې پیښې او د خپریدونکي رپورټ په غبرګون کې نورې زیاتې ستونزې راولاړې کړي. دوی هڅه کوي، چې په افغانستان کې ناوړه شرایط رامنځ ته کړي، ځکه دوی ترې ګټه پورته کوي، خو دا مسئله د افغانستان د خلکو په ګټه نه ده."

ښاغلي کوبیش ددې پیښې په تعقیب که څه هم د امریکایی مشرانو اقدامات، چې په بې ساري توګه یی له افغانانو بخښنه وښودله د ستایلو وړ وبلل، خو زیاته یی کړه، چې هغه کسان، چې ګرم بلل کیږي باید محاکمه شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ددې مسئلې د تعقیب سپارښتنه پداس حال کې کړې، چې همدا اوس د ایساف ځواکونو او افغان حکومت لخوا پراخ تحقیقات روان دي، څو د پیښې څرنګوالې څرګند شي.

ښاغلي کوبیش که څه هم ددې پیښې په غبرګون کې د افغانانو اعتراضونه پرځای وبلل او ویویل، چې ملګري ملتونو د نړۍ د اوو پنځوسو اسلامي هیوادونو په استازیتوب ددوی د احساساتو درناوې کوي، خو ویویل، چې ځینو کړیو هڅه وکړه له دې موقع نه ناوړه ګټه پورته کړي.

ده په کندز کې د یوناما په دفتر حملې ته هم اشاره وکړه او ویي ویل، چې په دې حمله کې هغو کسانو ته د زیان د اړولو هڅه وشوه، چې له دې پیښې سره یي هیڅ راز تړاو نه درلود.

خو ښاغلي کوبیش ډاډ ورکړ، چې دوي او نړېواله ټولنه به افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي، چې خپل منځي اړیکې لا پیاوړي کړي:

"موږ نه غواړو، چې افغانستان او د افغانستان خلک یوازې پریږدو، ان که د سولې او د افغانستان د خلکو دښمنان پر موږ حملې هم وکړي.

زه فکر کوم، چې پس له دې به موږ نړېواله ټولنه او د افغانستان خلک ځان لا پیاوړې کړو، موږ ګډ هدف لرو، چې هغه په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګول دي."


په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو لخوا کلام پاک ته د سپکاوۍ د وروستۍ پیښې په تعقیب د هیواد بیلابیل ښارونه له تاوتریخوالي د ډګو مظاهرو شاهدان وو، چې پکې لږ تر لږه دیرش کسان ووژل شول او له دوو سوو زیات ټپیان شول.

ښاغلي کوبیش په خپلو خبرو کې ددغو کسانو په ضایع کیدو خواشیني څرګنده کړه او بیا یی هم ټینګار وکړ، چې باید په راتلونکې کې د دا ډول پیښو د رامنځ ته کیدو مخنیوې وشي.
XS
SM
MD
LG